آلمان: د «ماشومانو د پیسو» اخیستونکو شمیر ډیر شوی
۱۳۹۸ دی ۷, شنبهد آلمان حکومت د یوه تازه رپوټ له مخې په دې هیواد کې د «ماشوم د پیسو» اخیستونکو کسانو شمیر خپلې نوې لوړې کچې ته رسیدلی دی. د یاد رپوټ په اساس، په دې برخه کې د بهرنیانو شمیر تر نورو لوړ دی. په ورته وخت کې په تیرو دوو کلونو کې د داسې کسانو شمیر چې دغه راز خدمات ترلاسه کوي، ټيټ وو.
د هندلز بلاټ په نامه د آلمان یوې اقتصادي ورځپاڼې د شنبې په ورځ د آلمان د کار د آژانس د شمیرو په حواله لیکلي چې د ۲۰۱۹م کال د نومبر میاشتې تر پایه پورې، د داسې ماشومانو شمیر چې له حکومت څخه مرستې ترلاسه کوي، ۱۵ اعشاریه ۷ میلیونو کسانو ته رسیدلی دی. په ورته وخت کې د ۲۰۱۸م کال د نومبر میاشتې تر پایه پورې بیا د داسې ماشومانو شمیر ۱۵ اعشاریه ۳۵ او په ۲۰۱۷م کال کې بیا د داسې ماشومانو شمیر تر ۱۵ میلیونو هم کم وو.
د یادې ورځپاڼې د رپوټ په اساس، د بهرنیو ماشومانو شمیر چې د آلمان د حکومت له دغه خدماتو څخه ګټه پورته کوي، په روان کال کې بیا هم ۳ اعشاریه ۱۶ میلیونو ته لوړ شوی دی. په ۲۰۱۸م کې د بهرنیو ماشومانو شمیر شاوخوا درې میلیونه او په ۲۰۱۷م کال کې بیا ۲ اعشاریه ۸ میلیونه ماشومان ښوول شوی وو.
د «هندلز بلاټ» په نامه د آلمان یادې اقتصادي ورځپاڼې په خپل رپوټ کې همدا راز زیاته کړې چې د روان میلادي کال د نومبر میاشتې تر پایه پورې، په مجموعي توګه ۳۴ اعشاریه ۴ میلیاده یورو د ماشومانو د پیسو په توګه خلکو ته ورکړل شوي دي. دغه شمیر بیا په ۲۰۱۸م کال کې ۳۳ اعشاریه ۸ میلیارده یورو وې چې له دې پیسو څخه ۷ اعشاریه ۴ میلیارده یورو د بهرنیو کسانو ماشومانو ته ځانګړې شوي دي.
د یادې آلمانۍ ورځپاڼې د رپوټ په حواله په مجموعي ډول تراوسه پورې، ۳۶۷ میلیونه یورو یادې پیسې خارجي وګړو او د بهرنیو هیوادونو بانکونو ته انتقال شوي دي. په یاد رپوټ کې همدا راز راغلي چې ان د ځینو آلماني تابعیت لرونکو ماشومانو پیسې هم د بهرنیو هیوادونو بانکونو ته انتقال شوي دي.
د ماشومانو د پیسو د زیاتوالي یو دلیل هم د آلمان د فامیلي چارو د وزارت یوه کومکي بسته ده چې فدرالي حکومت وضع کړې ده. په دې ترتیب، په آلمان کې په یوه کورنۍ کې د ماشومانو د ملاتړ پیسې یا «کینډر ګیلډ» د روان کال د جولای په میاشت کی لس یورو لوړې شوې او ۲۰۴ یورو ته رسیلي دي. د کورنۍ دوهم او دریم ماشوم ته بیا ۲۱۰ یورو ورکول کیږي او تر دې ډیرو ماشومانو ته بیا ۲۳۵ یورو په پام کې نیول شوي دي.