آلمان: د ماسک نه اغوستل۵۰ يورو جريمه لري
۱۳۹۹ شهریور ۷, جمعهد رويترز خبري آژانس په حواله پر دې موضوع باندي د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل او ددغه هيواد ۱۶ ايالتي صدراعظمانو د يوه ويډيويي کنفرانس له لاري د پنجشنبې په ورځ موافقه وکړه.
ويل کيږي چي د زاکسن انهالت ايالت به دغه ډول مقررات عملي نه کړي.
له دغو خبرو اترو څخه هدف داوو چي په ايالتونو کي بيلابيلو مقرراتو ته په کتو سره د مثال په ډول په لويو غونډو او شخصي مراسمو کي د ماسک اغوستلو او تست کولو په هکله واحد مقررات رامنځته سي.
هغه ايالتونه چي د کرونا د مقرراتو د عملي کولو له پاره مکلف سوي، بايد د حکومت له غوښتني سره سم له سفر څخه د راستنيدو په صورت کي د قرانطين له مقرراتو څخه د سرغړوني په صورت کي د نقدي جريمې د ورکولو سره هم موافقه وکړي.
د حکومت له خوا وړاندي سوي مسوده کي په دې هکله راغلي چي ايالتونه بايد ددې غم وخوري چي د قرانطين څخه خپله څارنه لاپسي ډيره کړي او د سرغړوني په صورت کي نقدي جريمه رامنځته کړي.
د دې کار علت په خاص ډول د جرمني په ختيځو ښارونو کي د کرونا د سختو تدابيرو په وړاندي مقاومت دی، دا ځکه چي هلته د کرونا نوي لږ پيښي ثبتيږي. د بايرن ايالت بيا برعکس د ۲۰۰۰ يورو نقدي جريمه رامنځته کړې ده.
زموږ له آرشیف څخه: