آلمان: د افغانستان وضعيت د انديښنې وړ دی
۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۷, شنبهد آلمان د بهرنيو چارو وزير، هايکوماس، آلمانۍ رسنۍ «آر ان دي» سره په مرکه کې وويل: «موږ حاضر وخت په افغانستان کې د يوې خطرناکې پراختيا شاهدان یو.» هغه دغه راز ويل چې «طالبان بايد سياسي مذاکراتو ته روښانه ژمنه ولري.»
د آلمان د بهرنيو چارو وزارت، په يوې اعلاميه کې ليکلي چې ماس په افغانستان کې وروستۍ خونړۍ حملې، د هغو له ډلې څخه په کابل کې پر يو زيږنتون باندې وسلواله حمله، له «نفرته ډکه» ښودلې او دغه حملې يې په «ډيره شديده» غندلي دي: «آلمان له هغو کسانو څخه چې په روغتون کې يې زيان ليدلی ملاتړ کوي او د قربانيانو کورنيو ته پاملرنه کوي.»
د کابل په دشت برچي سيمه کي پر زيږنتون باندې د درو وسلوالو په حمله کې نوي دنیا ته راغلو ماشومانو، ميندو او قابلو په ګډون، لږ تر لږه ۲۴ تنه ووژل شول. په دغې حمله کې ۵ ميندې ټپيانې شوې هم دي. د بې پولې ډاکټرانو سازمان، چې دغه زيږنتون مخته وړي، د دغې حملې په اړه يې ويلي دي: «حمله کونکي په هدفي توګه د ميندو د وژلو پسې راغلي وو.»
که څه هم تر اوسه پورې د دغې حملې مسئوليت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی، خو امريکا وايي چې دا د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې کار دی. د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي، زلمي خليلزاد، پر ټويټر ليکلي دي: «داعش د دغو حملو په ترسره کولو، غواړي قومي او مذهبي اختلافات رامنځ ته او طالبانو سره د سولې پروسه مختله کړي.»
د آلمان د بهرنيو چارو وزير د خپلو خبرو په ادامې وويل: «د سولې په پروسه کې نبايد خنډ رامنځ ته شي» او د هغې پر اړتيا باندې يې ټينګار وکړ. ماس وويل: «طالبان بايد د سياسي مذاکراتو په اړه روښانه ژمنه ولري، تر څو د افغانستان ټول خلک وشي کړای په سوله، امن او آزادۍ کې ژوند وکړي.»
هايکو ماس زياته کړه: «شورشيان غواړي په دغه ډول وژونکو حملو سره افغانستان يو ځل بيا د تاوتريخوالو لور ته بوځي. نه بايد اجازه ورکړل شي چې دغه هيواد تيرو ته وګرځي، هغه وضعيت ته چې د ملکيانو له پاره د لا ډير رنځ پرته نور څه نه شته.»
د آلمان خارجه وزير وويل چې افغانستان په حاضر وخت کې د سولې ملي بهير د مخته وړلو له پاره، «یو فوري او واقعي اوربند» ته اړتيا لري. زياته يې کړه: «بلاخره وسلې بايد غلې شي، تر څو افغانان وشي کړی له يو بل سره خبرې اترې وکړي.»
وروستۍ اوونۍ، د افغانستان له پاره يوه خونړۍ اوونۍ وه. پر زيږنتون باندې د شوې حملې پرته، په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو بريد کې هم ۳۲ تنه ملکيان ووژل شول. له دې پرته د افغانستان په نورو برخو کې هم حملې وشوې چې يو شمیر ملکيانو او پوځيانو ته په کې مرګ ژوبلې واوښتې. دغو حملو نړيوال غبرګونونه له ځانه سره درلودل. له دې ډلې د نړۍ د کليساګانو شورا، د ميندو او نوي دنيا ته راغلو ماشومانو وژل «د بشريت پر مخ د څپيړې وار» ياد کړ.