آلمان د افغانستان له ماموریته کوم درسونه اخیستلای سي؟
۱۴۰۳ بهمن ۹, سهشنبهد جرمني د پارلمان (بوندستاگ) یو کمېسیون چي په افغانستان کي د آلماني ځواکونو د ماموریت د ارزوني له پاره گومارل سوی وو، په خپل وروستي رپوټ کي په راتلونکي کي د آلمان د نړیوالو ماموریتونو له پاره ځیني سپارښتني کړي دي.
د ریښتینو اهدافو ټاکل
دغه کمېسیون له مقصد هیواد څخه د لا ښه پیژندلو، له نورو ښکیلو اړخونو سره د لا زیاتې همږغۍ او همدارنګه په راتلونکو ماموریتونو کې د مشخصو او واقعي اهدافو د ټاکلو غوښتنه کړې ده.
په دغه رپوټ کي راغلي دي چي د هغو تجربو په پام کي نیولو سره چي د افغانستان له ماموریته په لاس راغلي دي، آلمان باید د نړیوال بحران د مدیریت په برخه کې خپلو ماموریتونو ته له نویو پرمختګونو او ننګونو سره مطابقت ورکړي.
اړوند:رپوټ:»آلمان او شريکانو يې په افغانستان کي ستراتيژيکي ماته خوړلې«
د آلمان پارلمان دپلټني دغه کمېسیون د ۲۰۲۲ م کال په دوبي کي رامنځته کړ، تر څو په افغانستان کي د جرمني ۲۰ کلن ماموریت وارزوي او له هغه څخه په راتلونکي کي د بهرني او امنیتي ماموریت له پاره درس واخیستل سي. د دغه کمېسیون کار پارلمان ته د نهايي رپوټ په وړاندي کولو سره پای ته رسیږي. د آلمان پارلمان به د جمعې په ورځ د نوموړي رپوټ په هکله بحث وکړي.
د راتلونکو ماموریتونو له پاره ښکاره سپارښتني
په دغه کمېسیون کي شامل استازي او کارپوهان له درې کلن تحقیق وروسته، د آلمان حکومت او ددغه هیواد پارلمان ته ځیني سپارښتني وړاندي کړي دي. هغوی ویلي دي چي په راتلونکي کي باید د آلمان بهرني ماموریتونه یوه لیکل سوې تگلاره ولري چي د ماموریت تر نظر لاندي هدفونه او اغیزي هم په هغه کي مشخصي سي.
دغه کمېسیون په خپل ابتدايي رپوټ کي دغي نتیجې ته رسېدلی وو چي د افغانستان په ماموریت کي یوه ریښتینې، د اجرأ وړ او ثابته ستراتیژي موجوده نه وه، او سربیره پردې هدفونه ډیر لوړ ټاکل سوي ول او د ماموریت په اړه دوامداره او ځاني ارزونه نه ده ترسره سوې.
اړوند:آلمانی شنونکی: د افغانستان له ماموریت څخه پند نه دی اخیستل شوی
د اوسنيو وړاندیزونو له مخې، د ماموریت په جریان کې باید د موقعیت په اړه هر اړخیزه پوهه ترلاسه او ارزونه ترسره سي. دغه رپوټ سپارښتنه کوي چې په راتلونکي کې د ماموریت اړوند معلومات له راستنیدونکو سرتیرو، متحدینو او د مدني ټولنې له شریکانو څخه راټول او په راتلونکي پلان کې په پام کې ونیول سي. تر دې مخکې د دغه کمېسیون په دغه موقتي راپور کې ویل سوي ول چې د ماموریت پر مهال په افغانستان کې فرهنګ او دودونو ته په لازم ډول پاملرنه نه وه سوې.
سربیره پردې کمېسیون سپارښتنه کړې ده چي په بهرنیو ماموریتونو کي دي د کابینې یو کمېسیون جوړسي او یا د اړونده وزارتخانو معینان دي په منظم ډول د جلسې د امنیتي سیاست په هکله د نظر تبادله ولري.
د نوموړي رپوټ له مخي، په نړیوالو ماموریتونو کي د پیسو د تمویل کوونکو ثبتول له یوې خوا د مرستو د ښه کارولو امکان برابروي او له بلې خوا ددې سبب کیږي چي د مرستې ترلاسه کوونکي هېواد له خوا د مرستو د ترلاسه کولو ظرفیت تر فشار لاندې را نه سي.
اړوند:د افغانستان ماموریت: اهداف، تېروتنې، درسونه
په رپوټ کي ویل سوي دي چي د مرستو راټولول د ناغوښتل سوو اغیزو سبب کیدای سي لکه پر بهرنیو مرستو تکیه، د سیمه ایزو ترلاسه کوونکو له پاره د بهرنیو مرستو عادی کول، یا د اهدافو څخه بهر سیمو کې د مرستې د پیسو کارول او مالي فساد.
په نوموړي رپوټ کي ویل سوي دي چي په افغانستان کي سیمه ایز غیر دولتي سازمانونو په تکرار سره د تمویل کوونکو له خوا د مرستو د ترلاسه کولو د غوښتنې په ځواب کې خپل دریځ او پروګرامونه بدل کړي دي.
دغه رپوټ همدارنگه د سیمي د خلکو د مسؤلیت اخیستلو او همدارنگه ښځو ته د لاډیري پاملرني وړاندیز کوي.
رپوټ سپارښتنه کوي چي د آلمان اردو باید د نړیوال بحران په مدیریت پورې اړونده ظرفیتونه وساتي او د داسې ماموریتونو له پاره د روزنې، تجهیز او چمتو کولو کافي سرچینې ولري.