آلمان: افغانستان ته د اخراج بحث یو ځل بیا تود شوی دی
۱۴۰۳ بهمن ۲۷, شنبهد مونشن د برید وروسته، د آلمان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فېزر افغانستان ته اخراج د غوښتني د زیاتوالي په اړه وویل چې قوانین باید «په کلکه تطبیق شي».
هغې زیاته کړه: «موږ د مجرمانو د اخراج لپاره قوانین لا سخت کړي، اوس دا قوانین باید په بشپړ ډول پلي شي.» خو فېزر هیڅ ځانکړی وخت د اخراج لپاره نه دی ټاکلی.
هغې وویل: «تاسو کولای شئ تصور وکړئ چې د طالبانو له خوا د قدرت د بیا تر لاسه کولو وروسته، افغانستان ته اخراج څومره ستونزمن شوی، ځکه چې تر دې دمه یوازې آلمان توانېدلی چې جدي مجرمان هغه هیواد ته ولېږي.»
همدا راز د آلمان د کورنیو چارو وزیرې پر ځینو نیمګړتیاو اعتراف وکړ او د مونشن د برید په اړه چې څه د پاسه ۴۰ ټپیانې درلوده، وویل: «خو دا پیښه ددې ښکارندویه ده چې د قانون حاکمیت په سمه توګه نه دی عملي شوی.»
هغې ریاته کړه: « دا یوازې د غیر منظمې کډوالۍ له امله نده. نانسي وایې د قانون حاکمیت باید اغیزناک وي او کله چې څوک جرم ترسره کوي، باید هغه مجازات شي. »
نانسي فېزر د آلمان د مسیحی دیموکراتو اتحادیې څخه غوښتنه وکړه چې د کډوالۍ په پالیسۍ کې یو توافق ته ورسیږي. هغه باور لري چې د کډوالۍ په اړه د سوسیال دیموکرات «اسپيدی»، سوسیال مسیحی «سیاسیو» او د ډیموکرات مسیحي «سيډییو» ګوندونو ترمنځ توافق اړین دی.
د آلمان د کورنیو چارو وزیرې « د نویه اوسنابروکه» ورځپاڼې ته په یوې مرکه کې چې د شنبې پر ورځ خپره شوه وویل چې دواړه ګوندونه ګډ اهداف لري او غواړي چې قوانین په کلکه او قاطعانه توګه تطبیق کړي او «موږ غواړو چې کډوالۍ کنټرول او تنظیم کړو.» فېزر دغه توافق «یو ښه پیغام» وباله.
د مونشن د برید وروسته، څارنوالان هڅه کوي چې د دې ۲۴ کلن افغان ځوان د برید تر شا د نیت په اړه نور معلومات ترلاسه کړي. د اوسنیو معلوماتو پر بنسټ، پلټونکي په دې باور دي چې د پیښې عامل اسلامپاله و.
په ورته وخت کې، یوه اوونۍ وروسته د فبرورۍ پر ۲۳ د آلمان فدرالي ټاکني ترسره کیږي سیاسي ګوندونه د دې پېښې پر بنسټ پر دې خبرې کوي چې څه پایله باید ترې واخستل شي.
تمه ده چې د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، نن د مونشن په برید ځای کې د یادګار په مراسمو کې ګډون وکړي