زیلنسکي: د بریتانيا له صدراعظم سره مې ګټوره ناسته درلوده
۱۴۰۳ اسفند ۱۲, یکشنبهد جمعې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي تر ناندریزې ناستې وروسته زیلنسکي بریتانیا ته راغی او په لندن کې ېې له صدراعظم کئير سټارمر سره ولیدل. د بریتانیا او اوکراین تر منځ د څه باندې ۲ میليارډ پونډو توافق لاسلیک شوی.
زیلنسکي په ډاونینګ ستريټ کې د بریتانیا له صدراعظم کئير سټارمر سره تر کتنې وروسته پر اکس ټولنیزه رسنۍ ولیکل چې په دغه کتنه کې دواړو «پر مهمو مسائيلو چې د اوکراین موقف پياوړي کړي» بحث وکړ.
زیلنسکي له بریتانيا سره د ۲ اعشاریه ۲۶ ملیارډ پونډو په ارزښت د پور هوکړه کړې چې دواړو هېوادونه لاسلیک کړې ده. د اوکراین ولسمشر د دغې هوکړې ستاینه کړې. دغه مقدار پونډ پر ډالرو د ۲ اعشاریه ۷۴ ملیارډو او په یورو د ۲ اعشاریه ۸۴ ملیارډو معادل پيسې دي.
ورته نور ولولئ: اروپا په لوړ غږ له اوکراین ملاتړ کوي، خو ترمپ ته په خاموشۍ ګوري
دا اوکراین ته د جي۷ ډلې د هغه شاوخوا ۵۰ ملیارډ ډالري پور برخه ده چې دغې ډلې پرې د ۲۰۲۴ په اکتوبر کې توافق وکړ.
زیلنسکي وويل: «دغه پور به د اوکراین دفاعتي وړتیا لوړه کړي او د روسيې د کنګل شوو پېسو له ګټو به بېرته خلاص کړل شي.» هغه زیاته کړې: «دا یو واقعي قضاوت دی. چا چې جګړه پیل کړې هماغه باید تاوان هم پرې کړي.»
د اوکراین ولسمشر له سټارمر سره له ناستې رضایت ښودلې. هغه پر اکس شبکه ولیکل چې د بریتانیا له صدراعظم سره ېې ګرمه او معنې لرونکې ناسته درلوده.
په سپينه ماڼۍ کې د ترمپ او زیلنسکي پر ناندريزې ناستې لا هم د رهبرانو غبرګونونه ادامه لري. د چک ولسمشر د اوکراین سولې له پاره د یو بورډ جوړولو او د فرانسې ولسمشر بیا د فضا د بېرته آرامولو غوښتنه کړې ده.
ورته نور ولولئ: نړيوال وجهي صندوق اوکراین ته ۴۰۰ میلیونه ډالر ورکوي
د چک ولسمشر پيتر پاول پر اکس شبکه لیکلي چې اوس د دې وخت رارسېدلی چې په اوکراین کې د ېوې عادلانه سولې د راوستلو له پاره د یو پراخ ائتلاف ارزونه پيل شي. پاول زیاته کړې: «د اشغال په موجودیت کې «سولې» ته تسليمدل وايي چې دا صرف ټولو اوسنیو او راتلونکو اشغالګرو د تشویق سبب واقع کيږي.» هغه دغه راز ويلي چې «خپلواکه نړۍ باید د شیطان په مقابل کې ودریږي.»
د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون له یوې فرانسوې ورځپاڼې سره په مرکه کې د بېرته آرامه کېدو او درناوي غوښتنه وکړه. ماکرون په سپینه ماڼۍ کې د ترمپ او زیلنسکي د جمعې ورځې تلویزیوني ناسته «په ناسم لور روان شوی خبري کنفرانس» یاد کړ.
ورته نور ولولئ: ترمپ: اوکراين ته امنيتي تضمينونه بايد اروپا ورکړي نه امريکا
هغه ټينګار وکړ چې تر غوصې وروسته بېرته آرامتیا ته راګرځېدل په کار دي: «هر څوک تر غوصې ورهاخوا، زیات بېرته آرامښت، درناوي او پېژندګلوۍ ته اړتیا لري، تر څو وشو کړای په ملموس ډول مخته ولاړ شو، ځکه هغه څه چې په خطر کې دي، ډېر مهم دي.»
له آرشیف څخه انځوریز البوم: