زيلنسکي: استازي مې په سعودي کې له امريکايي شريکانو سره ګوري
۱۴۰۳ اسفند ۱۷, جمعهد اوکراين ولسمشر ولوديمیر زيلنسکي، ويلي دي چې دی په راتلونکې اونۍ کې د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده محمد بن سلمان سره وګوري او ډله به یې په اوکراين کې د جګړې د ختمولو په موخه له امريکايي شريکانو سره خبرو اترو ته دوام ورکړي.
زيلنسکي، وويل: «ما له وليعهد سره د ليدو په موخه په راتلونکې اونۍ کې سعودي عربستان ته سفر پلان کړی دی. تر دې وروسته به زما ډله له خپلو امريکايي شريکانو سره د خبرو اترو په موخه په سعودي عربستان کې پاتې شي.»
اړونده موضوع: «امریکا له اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو شریکول بند کړي»
نوموړي د ټولنیزو رسنيو د ايکس شبکې له لارې د «چټکې او باور وړ سولې» له پاره د اوکراين پر هوډ باندي ټينګار سره وويل: «اوکراين تر ټولو ډېر سولې ته ليوال دی.»
د سپينې ماڼۍ تائيد
سپينې ماڼۍ هم راتلونکې اونۍ په سعودي عربستان کې د ملاقات خبره تائید کړه، خو ويلي دي چې په دې اړه لا پر جزياتو خبرې اترې رواني دي.
د منځني ختیخ له پاره د ولسمشر دونالد ترمپ، ځانګړي استازي ستيو وټکوف، چې د اوکراين په مذاکراتو کې هم مهم نقش لري، وويل چې دا مذاکرات به احتمالاً په جده او يا ریاض کې وي. هغه وويل: «زما په آند زموږ له پاره ستر بحث... د سولې تړون ته رسېدل دي.»
اړونده موضوع: ترمپ له اوکراین سره د امریکا پوځي مرستي وځنډولې
د اعلان د نورو ډېرو اختلافاتو ترڅنګ د امريکا د ولسمشرۍ په دفتر کې د امنيتي تضمينونو پر سر د زيلنسکي او ترمپ ترمنځ پر تلویزيون باندې د خپرېدونکې لفظي شخړې څو ورځې وروسته شوی دی.
د ليدنې کتنې دې ګام ته چې نه پکې ولسمشر ترمپ، او نه هم زيلنسکي، ګډون کوي، د دواړو متحدو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د بيرته ارزولو له پاره د يوه محتاط قدم په سترګه کتل کيږي.
په اوول آفس کې تر ناندرۍ وروسته زيلنسکي، ترمپ، ته يو ليک استولی وو چې پکې زيلنسکي دا خبره تشريح کړې وه چې د سولې د پروسې لومړی پړاو به څرنګه وي. امريکايي ولسمشر دا يو «ډېر مثبت لومړی ګام» بللی وو.