المان: پولیسو د یوې ۵۵ کلنې ښځې شکمن قاتل نیولی دی
۱۴۰۴ خرداد ۲۳, جمعهد المان د پولیسو په وینا دغه شکمنه پيښه د پنجشنبې (د جون میاشتې ۱۲ نیټه) په ماښام د ډونرزبیرګ کراېز سیمې په اونکینباخ کې رامنځته شوې وه. وروسته ځانګړو ځواکونو او د پولیسو یوې چورلکې دغه شکمن کس پسې لټون پیل کړی و.
د پنجشنبې په ماښام خلکو ته خبرداری ورکړی شوی و چې له دغه شکمن کس څخه ځان لیرې وساتي، ځکه کیدای شي هغه په وسله سمبال وي او رواني وضعیت یې هم ښه نه دی.
همدارنګه د پولیسو په اعلامیه کې زیاته شوې وه «لطفاً په ټولنیزو رسنیو کې د ممکنه ناسمو معلوماتو له خپرولو ډډه وکړئ.»
د یوې تلیفوني اطلاع وروسته دغه شکمن کس د شپې ناوخته ونیول شو. د پولیسو په وینا دغه ۱۹ کلن ځوان د نیول کیدو پر مهال د پولیسو پر وړاندې هیڅ ډول مقاومت نه و کړی. ټاکل شوې ده چې نوموړی به د جمعې په ورځ قاضي ته د پوښتنو له پاره وړاندې شي.
د پولیسو یوه ویاند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې وژل شوې ۵۵ کلنه ښځه د اونکنباخ په سیمه کې وژل شوې او شکمن قاتل یې د لوول باخ په سیمه کې یعنې د پيښې له ځای څخه شاوخوا ۱۷ کیلومتره لیري نیول شوی دی.
د پولیسو په وینا تحقیقات تر اوسه پورې په لومړي پړاو کې قرار لري، نو له دې امله د پیښې په تړاو نور جزئیات نه شي ورکولی.