ترمپ: امریکا ښايي اوکراین سره سرتېرو پرځای هوايي مرستې وکړي
۱۴۰۴ مرداد ۲۹, چهارشنبهتېره اوونۍ په الاسکا کې د دونالد ترمپ او ولادیمیر پوتین تر کتنې درې ورځې وروسته، د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي په ګډون اروپايي مشران واشنګټن ته ولاړل او له ترمپ سره ېې وليدل تر څو په اوکراین کې د جګړې د پای او د سولې په هکله خبرې وکړي. خو د جګړې د پای له پاره د امریکا متحده ایالاتو او د متحدینو د هڅو سربېره چې کېدای شي په هغو کې له اوکراینه د پوځي ملاتړ موضوع هم شامله وي، سولې ته د رسېدلو لار لا هم مشخصه نه ده.
ترمپ: موږ ښايي هوايي ملاتړ وکړو
د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ټرمپ فاکس نیوز امریکايي رسنۍ سره په مرکه کې وويل: «کله چې د امنيت بحث کيږي، [اروپايان] تمایل لري چې خپل عسکر په سیمه کې ځای پرځای کړي. موږ بیا تمایل لرو چې هغوی سره د ابزارو مرسته وکړو، په ځانګړې توګه، ښايي هوايي [ملاتړ].»
ترمپ په دې هکله ډېر وضاحت ورنه کړ. هغه وروسته د ېوې راډیويي خپرونې له کوربه سره په خبرو کې د جګړې د پای ته رسولو په موخه د خپلو مذاکراتو پر ډول وغږېد او وویل چې د هغه د مذاکراتو نوعیت د یوې پروسې پر ځای تر ډیره شعوري دی.
د سولې خبرو سره جوخت حملې
په واشنګټن کې د زیلنسکي تر غونډې څو ساعتونه وروسته، روسیې پر اوکراین هوايي حملې وکړې چې په څه باندې یوه میاشت کې تر ټولو پراخې حملې وې. د اوکراين هوايي ځواکونو وویل چې په دغو حملو کې ۲۷۰ ډرونونه او ۱۰ توغندي کارول شوي ول. د اوکراین د انرژي وزیر وویل چې د دغو حملو له کبله د مرکزي سیمې پولتاوا د انرژۍ په تاسیساتو کې لویه اورلګېدنه رامنځته شوه.
ترمپ چې مخکې ېې د روسيې ولسمشر ته د سولې تړون ته د نه رسېدو په صورت کې د سختو عواقبو خبرداری ورکاوه، اوس وايي چې ولادیمیر پوتين ممکن په ټوله کې سوله ونه غواړي او زیاته ېې کړه: «موږ په پام کې لرو چې په راروانو څو اونیو کې د ولادیمر پوتین په هکله معلومات حاصل کړو.»
د هوايي ملاتړ نه مشخصوالی
دا هم روښانه نه ده چې د اوکراین د سولې تړون پر اساس اوکراین سره د امریکا متحده ایالاتو پوځي مرستې به څه ډول وي. د هوايي ملاتړ خبره چې ترمپ کړې، کېدای شي په مختلفو ډولونو سره وي، لکه د هوايي دفاع سیستم او یا هم د جنګي جیت الوتکو چې په ممنوعه ساحو کې هم د پروازونو وړتیا لري. د سپينې ماڼۍ ویاندې، کارولین لیاویت، هم تائید کړه چې اوکراین سره د امریکا متحده ایالاتو هوايي ملاتړ یو «انتخاب او امکان» دی خو هغې هم د ترمپ په څېر جزئیات ورنکړل.
خو کوم خبره چې هغې واضحه کړه په اوکراین کې د امریکايي ځواکونو د لېږد مسئله وه. هغې په یوه لنډه خبري ناسته کې وویل: «ولسمشر په قاطعیت سره دا اعلان کړه چې د امریکا متحده ایالاتو سرتیري به د اوکراین په خاوره کې نه وي، خو موږ په یقين سره د خپلو اروپايي متحدینو د امنيتي ضمانتونو له پاره د نورور ابزارو چمتو کولو ته چمتو یو.»
د واشنګټن له ناستې د زیلنسکي ستاینه
د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلنسکي، په سپينه ماڼۍ کې له پوتین سره کتنه با ارزښته وبلله او ستاینه ېې وکړه. هغه وويل چې دغه ناسته اروپا کې د وروستیو ۸۰ کلونو د تر ټولې خونړۍ جګړې د پای «پر لور یو ستر ګام» وو او د هغه له پوتین او ترمپ سره درې اړخېزې ناستې ته ېې لار هواره کړه. دا ځل له زیلنسکي څخه د سپينې ماڼۍ په بیضوي دفتر کې د ترمپ تود هرکلی، د فبروري میاشتې له کتنې سره خورا توپیر درلود. د فبروري میاشتې ناندریزه غونډه چې پر رسنیو خپره شوه د نړېوالو پام ځان ته راوګرځاوه چې پکې د ترمپ او زیلنسکي ترمنځ سختې خبرې شوې وې.