WFP او UNHCR باید خپل پروګرامونه په شدید ډول محدود کړي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۹, سهشنبهد خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د داخلي معلوماتو له مخې دغه اداره باید د بودیجې د کمښت له کبله په نړیواله کچه خپل ۳۰ سلنه کارمندان له دندو ګوښه کړي.
د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان (UNHCR) مشر فیلیپو ګرانډي، هم د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د دوی سازمان باید په نړیواله کچه له مهاجرو سره خپلو مرستو کې یو پر دریمه برخه کمښت راولي.
په هغه ایمیل یا برېښنا لیک کې چې د دوشنبې په ورځ (د اپریل میاشتې ۲۸ نیټه) د فرانسې خبري آژانس لاس ته ورغلی دی راغلي دي: «د خوړو نړیوال پروګرام باید په نړیواله کچه له ۲۵ تر ۳۰ سلنه خپل کارمندان له دندو ګوښه کړي، له دې څخه تر ۶۰۰۰ پورې بستونه اغیزمن کیدلی شي.»
د خوړو نړیوال پروګرام د پرسونل مدیریت په خپل ایمیل کې ویلي دي چې د ملګرو ملتونو سازمان دغې ادارې د ۲۰۲۵م کال له پاره د ۶،۴ میلیارده ډالرو ژمنه ترلاسه کړې ده چې دا تر دې مخکې کال په پرتله ۴۰ سلنه کمښت ښیې. نوموړي سازمان زیاته کړې ده: »زموږ د اټکل له مخې له بده مرغه دغه وضعیت به بهتره نه شي.»
تمه کیږي چې د کارمندانو دغه کمښت به په ټولو سیمو کې د مختلفې کچې کارمندان اغیزمن کړي. د نوموړي سازمان په حواله اوس د نړۍ په ۱۲۰ هیوادونو کې شاوخوا ۲۳۰۰۰ کسان د خوړو نړیوال پروګرام له پاره کار کوي.
همدارنګه د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو کمیساري هم د بودیجې کمښت اغیزمنه کړې ده. ګرانډي، د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سازمان امنیت شورا ته وویل چې دغه اداره کیدای شي یوازې دریمه برخه د هغو کارمندانو چې تر اوسه پورې ورسره کار کوي، تمویل کړای شي.
ګرانډي وضعیت ډراماتیک وباله او د پیسو کمښت ته په کتلو یې زیاته کړه چې: »موږ به لږ تر لږه لاس رسی ولرو»
د UNHCR د معلوماتو له مخې دغه اداره په ۱۳۶ هیوادونو کې تر ۱۸۰۰۰ ډیر کارمندان لري. ګرانډي ټینګار وکړ چې امریکا له کلونو راهیسې د دغه سازمان تر ټولو لوی بسپنه ورکوونکی وو.
په دې وروستیو کې امریکا په کال کې شاوخوا ۲ میلیارده ډالره له «یو ان اچ سي آر» سره مرسته کوله چې د دې سازمان د مجموعي بودیجې ۴۰ سلنه کیدله.
د ډونالډ ټرمپ د جمهوري ریاست په دوره کې متحده ایالاتو د پرمختیایي ادارې USAID، ۸۳ سلنه بودیجه قطع کړې ده.
دغې ادارې له ۴۲،۸ میلیارده ډالره بودیجې سره تر نن ورځې پورې په نړیواله کچه د بشري مرستو د هغو له جملې څخه د خوړو نړیوال پروګرام او کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو کمیسارۍ د مصارفو نږدې ۴۲ سلنه برخه تمویلوله.
المان، بریتانيا، فرانسې او سکاندیناوي هیوادونو هم د نړیوالو مرستو له پاره خپله بودیجه کمه کړې ده.
د بودیجې کمښت ته په کتلو سره مرستندویه سازمانونو لا دمخه د بحران ځپلو سیمو خلکو له پاره د ناوړه پایلو خبرداری ورکړی دی.