«له افغانستان سره د ۹۷،۵ ميلیونو ډالرو مرسته تصویب سوه»
۱۳۹۹ بهمن ۲۹, چهارشنبهد جهاني بانک رئیسه هیئت د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د فبرورۍ میاشتي ۱۶مه) د بین المللي انکشاف د ادرې څخه له افغانستان سره د ۹۷،۵ ميلیونه ډالرو بلاعوضه مرستي یوه بسته تصویب کړې ده. دغه اداره د دنیا د تر ټولو غریبو هیوادو سره کومکونه کوي.
نړيوال بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چي دغه مرستي به د نورو ترڅنګ د وچکالۍ ځپلو کسانو او په افغانستان کي د غذايي مصؤنیت د ښه کیدو په لار کي په مصرف ورسیږي.
د نړيوال بانک د رپوټ پراساس په پام کي ده چي دغه پروژه به د بشري مرستو په برخه کي اقدامات او فعالیتونه تقویه کړي او بیله قید وشرطه نغدي مرستي او په ۷۸ ولسوالیو کي د هغو ۲،۲ ميلیونو کسانو له پاره د پیسو په مقابل کي د کار امکانات برابر کړي، چي د وچکالۍ او یا غذا د نه مصؤنیت له کبله متضرر سوي دي.
په افغانستان کي د نړيوال بانک د دفتر رئیس، هینري کرالي ویلي دي چي افغانستان يو له هغو هیوادونو څخه دی چي تر نورو ډیر له اقلیمي تغیراتو او طبیعي آفاتو څخه اغېزمن سوی دی. هغه اضافه کړه چي د مالي مرستي دغه نوې بسته به د افغانستان حکومت ته دا امکانات برابر کړي چي د وچکالۍ منفي تأثیرات راکم کړي او اغیزمن اقدامات ترلاس لاندی ونیسي. په افغانستان کي د وچکالۍ له کبله په ميلیونو انسانان دربدره، مهاجر او یا هم له فقر او بدبختۍ سره مخامخ دي.
د هینري کرالي په عقیده به دغه پروژه په افغانستان کي د کلیوالي غریبو کورنيو سره د هغوی د فقر او بې وزلۍ د راکمولو او اقتصادي حالت د سمیدو په لار کي کومک وکړي.
د نړيوال بانک په حواله په پلان کي ده چي دغه پروژه به د کلیو د پراختیا وزارت له خوا تطبیق او عملي سي.