افغانستان کې د روغتيا د نړيوال سازمان د فعاليت درېدو احتمال
۱۴۰۳ اسفند ۲۷, دوشنبهد روغتيا نړيوال سازمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د دغه سازمان له ملاتړ څخه برخمن ۸۰ صحي مرکزونه د بودجې د کمښت له کبله د روان میلادي کال له جون مياشت څخه د بندیدو له خطر سره مخامخ دي.
د روغتيا نړيوال سازمان د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د مارچ ۱۷مه) د يوې خبري اعلامیې په خبرولو سره وويل: «که چېرې چټکه مداخله ونه شي تر ۲۲۰ ډېر [روغتيايي] بنسټونه به یې د ۲۰۲۵م کال له جون مياشتې څخه ښايي وتړل شي چې دا به د دې باعث شي چې ۱،۸ ميليونه افغانان لومړيو روغتيايي خدماتو ته لاس رسی ونه لري.»
د ملګرو ملتونو دې ادارې ويلي دي چې تر دې دمخه په مارچ مياشت کې یې ۱۶۸ روغتيايي مرکزونه د مالي ملاتړ د نه شتون له امله تړل شوي چې له کبله یې په ۲۵ ولايتونو کې ۱،۶ ميليونه انسانان له روغتيايي خدماتو محروم شوي دي.
په افغانستان کې د روغتيا د نړيوال سازمان د استازولۍ مشر ډاکتر ادوين سنيسا سلوادور، وويل: «دا تړل کيدل په يوه رپوټ کې يوازې شميرې نه دي بلکې د هغو مېندو چې نه شي کولی په خوندي توګه ماشوم وزيږوي، د هغو ماشومانو چې ژوند ژغورونکي واکسين له لاسه ورکوي، او د هغو سيمو ښکاروندوی دي چې د مرګونو ناروغيو د خپريدو په مقابل کې بې خونديتوبه پاتې کیږي.»
اړونده موضوع: د امریکا د مرستو بندیدل د پولیو له منځه وړل ځنډوي
د روغتيا د نړيوال سازمان له لوري دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کيږي چې افغانستان د روغتيايي بحران په ګډون له يو شمیر بحرانونو سره لاس او ګريوان دی. د روغتيا نړيوال سازمان ويلي دي په افغانستان کې يوازې په تېرو دوو مياشتو کې د شري ۱۶ زره شکمنې پېښې او د دې ناروغۍ په تړاو د مړينې ۱۱۱ موارد ثبت شوي دي.
د روغتيا نړيوال سازمان ویلي دي که څه هم چې د مرسته کوونکو يوه برخه د افغانستان د روغتيايي سيکتور تمويل ته دوام ورکوي، خو په مرستو کې د پام وړ کموالی راغلی او د پراختيايي مرستو له پاره لومړيتونوبو تغير کړی دی.
مرستندويه سازمانونه له ورته ستونزو سره مخامخ دي
يو شمیر نور مرستندويه سازمانونه هم د مرستو د کمېدو په دليل د ورته ګامونو پورته کولو ته مجبور شوي دي. د فرانسې د خبري آژانس د يوه رپوټ په حواله د ماشومانو د ژغورنې سازمان «سيف د چلدرن» هم تېره اونۍ ويلي ول چې خپل ۱۸ مرکزونه یې چې په خیريه او د مالي تامين کوونکو شريکانو په مرسته چليدل، تړلي دي.
اړونده موضوع: پلټنه: تېر کال ۴۷۳ میلیونه کوچنیان د بحران په سیمو کي اوسېدلي
دې مرستندويه سازمان ویلي دي: «د سيف د چلدرن يوازې ۱۴ کلينکونه د يوې مياشت له پاره کافي بودجه لري او د نويو مرستو پرته به دا مرکزونه هم مجبوراً وتړل شي. په دې کلينکونو کې يوازې په جنورۍ مياشت کې له ۱۳۴ زرو ماشومانو سره مرسته شوې ده.»
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د مېندو د مړينې لوړه کچه لري او له هرو ۱۰۰ زرو ژونديو زيږونونو په ترڅ کې ۶۳۸ مېندې ژوند له لاسه ورکوي.