هند په پاکستان کې کوم اهداف ویشتلي دي؟
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۷, چهارشنبهپه داسې حال کې چې په اتومي وسلو د سمبالو دواړو ګاونډيانو، هند او پاکستان ترمنځ د شخړې د پراخیدو ويره موجود ده، هند وايي چې د تېرې شپې په بريدونو کې یې په ګاونډي هېواد او د دغه هېواد تر کنترول لاندې کشمير کې يو شمير هدفونه په نخښه کړي چې ټول یې د ترهګرو کمپونه ول.
هند ويلي دی له نهو څخه یې اوه کمپونه چې د تېرې شپې په بريدونو کې هدف ګرځول شوي، د لشکر طیبه او جيش محمد ډلو له خوا کارول کيدل هغه ډلې چې نومونه یې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د «ترهګرۍ» په تور نوملړ کې شامل دي.
اړونده موضوع: پر پاکستان باندې د هند په توغندیز برید کې ۲۶ کسان وژل سوي
د جيش محمد ډلې بيا ويلي دي چې د هند په بريدونو کې د دې ډلې د مشر مسعود اظهر، د کورنۍ ۱۰ غړي وژل شوي دي.
دلته هغه هدفونه ذکر شوي چې هند وايي «ويجاړ» کړي یې دي.
د لشکر طيبه کمپ
هند وايي چې د لشکر طیبه کمپ چې د هند او پاکستان د پولې «لاین آف کنترول» په ۲۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري، د لشکر طيبه وسله والې ډلې مهم مرکز وو. دغې ډلې ته د هند تر کنترول لاندې کشمیر په پهلګام کې له وروستي ترهګریز بريد سره تړاو ورکول کيږي.
اجمل قصاب، چې د ۲۰۰۸م کال د ممبي د خونړي بريد يوازنی ژوندی نيول شوی عامل وو، هم په دې همدې کمپ روزل شوی وو. د هند پر دغه اقتصادي مرکز کې د بريد په ترڅ کې تر ۱۶۰ ډېر کسان وژل شوي ول.
د جيش محمد د «مرکز سبحان» کمپ
هند ويلي دي چې دا هدف په پاکستان کې دننه له پولې څخه د کابو ۱۰۰ کیلومترو په واټن کې پروت وو. دا د جيش محمد وسله والې ډلې مقر وو او د جلب او جذب، فکري تلقين يا عقيدې د وربدلولو او روزنې له پاره کارول کيده.
اړونده موضوع: ډیری هوايي شرکتونه د پاکستان له فضا څخه له پروازونو ډډه کوي
ميهمونه جويا کمپ
هند ادعا کوي چې د «حزب المجاهدين» په نوم د وسله والې ډلې دا کمپ یې هم ويجاړ کړی دی. زياته شوې ده چې د هند او پاکستان له سرحد څخه د ۱۲ کيلومترو په واټن کې له پراته دې کمپ څخه به بريدونه پلان او بيا عملي کيدل. په دې بریدونو کې په ۲۰۱۶م کال کې د هند پر يوه پوځي هوايي اډه بريد هم شامل دی چې ۷ کسان پکې وژل شوي ول.
ګلپور کمپ
هند وايي چې دا کمپ چې له سرحد څخه د ۳۰ کیلومترو په واټن کې پروت وو، د لشکر طیبه وسله والې ډلې يوه اډه وه. همدا راز زياته شوې ده چې د کشمير په پونچ سيمه کې د جون مياشت بريد چې زيارت کوونکي یې هدف ګرځولي ول، د هغو «ترهګرو» له لوري ترسره شوی وو، چې په دې مرکز کې روزل شوي ول.
د کشمير په پونچ سيمه کې په دغه بريد کې نهه کسان وژل شوي ول.
اړونده موضوع: د هند او پاکستان نوی کشمکش؛ پاکستان د یوه بل بالستیک توغندي آزموینه کړې
هند ويلي دي چې ذاکر الدين لکنوي، د ممبي د بريدونو اصلي طراح، هم د «فکري تلقين او پارونکو ويناو» په موخه دې کمپ ته تګ راتګ کاوه.
سرجال کمپ
هند وايي چې د مارچ میاشتې د بريد عاملين چې په جمو او کشمير کې یې څلور پوليس وژلي ول، په دې کمپ کې چې په پاکستان کې دننه له پولې څخه د ۶ کيلومترو په واټن کې پروت دی، روزل شوي ول.
عباس کمپ
هند وايي دا کمپ یې هم هدف ګرځولی دی چې د لشکر طيبه ډلې د ځانمرګو بريدګرو د روزنې «عصبي مرکز» وو او له پولې څخه د ۱۳ کيلومترو په واټن کې پروت دی.
سيدنا بلال کمپ
هند ويلي دي چې دا کمپ چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د «ترهګریزو فعاليتونو» له پاره د جيش محمد ډلې د راټوليدو یوه ساحه وه، د وسلو او چاوديدونکو توکو او ژوندي پاتيدو د تخنيکونو په اړه روزنې د ورکړې له پاره کارول کيده.
اړونده موضوع: هند د پاکستان د الوتکو پرمخ خپل هوايي قلمرو تړلی دی
سوای ناله کمپ
د هند په حواله د «لاین آف کنترول» يا له هغې کرښې څخه چې د کشمير سيمه په دوو برخو ويشي، د کابو ۳۰ کیلومترو واټن کې پروت دا کمپ د لشکر طیبه ډلې يو مهم روزنیز مرکز وو.
برناله کمپ
هند وايي دا کمپ چې ویجاړ کړی یې دی، له وسلو او چاوديدونکو توکو سره د چلند او له لیرې واټنه د کنتروليدونکو منفجره موادو د جوړولو او همد راز په ځنګل کې د ژوندي پاتې کیدو په تړاو د روزنې له پاره کارول کیده.
خو پاکستان بيا دا خبره ردوي چې ګني په نخښه کړل شوې ساحې دې د وسله والو کمپونه وي. پاکستاني چارواکي وايي چې هند د شپې له خوا پر شپږو ځایونو بريدونه پېل کړل چې د پنجاب د سيالکوټ او بهاولپور په ګډون د پاکستان تر کنترول لاندې جمو او کشمیر هم پکې شامل ول.
د پاکستان د پوځ وياند احمد شريف چوهدري، وويل چې پر پاکستان د هند په بريد کې د وژل شويو شمیر ۲۶ ته رسېدلی. نوموړي وويل چې په ټولټال شپږو ځايونو باندې ۲۴ بريدونه ترسره شوي.
د احمد شريف چوهدري، په حواله په ډېرو بريدونو کې مسجدونه او ورسره نښتي د استوګنې کورونه په نخښه شوي دي