د پنجاب په میانوالي سیمه کې افغان کډوال وايي، هلته د دوی له پنډغالي څخه هغه افغانان ایستل شوي چې د اې سي سي کارتونه یې لرل او یا ورسره د اوسیدو له پاره کوم قانوني اسناد نه وو. خو د دوی په خبره تر اوسه یې د پي او آر کارتونو درلودونکو د تللو څه نه دي ویلي. دغه افغان کډوال د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي، چې د کډوالو د اخراج پر پرېکړه دې له سره غور وکړي. خدای نور ناصر د میانوالي دغه پنډغالي ته ورغلی.