په بدخشان کې د خلکو د اعتراضاتو دليل څه دی؟
۱۴۰۴ خرداد ۷, چهارشنبهد افغانستان په شمال ختیځ کې پروت بدخشان ولایت په دې وروستيو ورځو کې د اعتراضاتو او ترينګلتياو شاهد وو. د طالبانو د ادارې چارواکو په جرم ولسوالۍ کې د کوکنارو د کروندو اړول د خلکو د اعتراضونو د دليل په توګه ياد کړي دي.
د رپوټونو پر اساس د طالبانو د مخدره موادو سره د مبارزې د ځواک د ډزو په پايله کې يو احتجاج کوونکی وژل شوی دی. په جرم ولسوالۍ کې د دې کس تر وژل کیدو وروسته خلکو غوښتل چې د دې ګام پر ضد د اعتراض په توګه مړی خښ نه کړي او هغه د بدخشان مرکز ته يوسي، خو د طالبانو د ځواکونو د لوی درستیز فصيح الدين فطرت، په منځګړيتوب چې پخپله هم د بدخشان دی، د دغه کس مړی خاورو ته وسپارل شو.
اړونده موضوع: طالبانو په بدخشان کې ۳۱ کروندګر د کوکنارو د کر په تور نیولي
د بدخشان د والي دفتر هم له والي سره د فطرت، د ليدنې کتنه خبر تائيد کړی دی، خو د دې احتجاجونو په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.
د بدخشان د طالبانو د والي دفتر د ايکس شبکې په يوه پوست کې لیکلي دي: «په دې ليدنه کتنه کې د ولايت د امنيتي وضيعت، د مجاهدينو ترمنځ پر همغږۍ او د اسلامي امارت د اصولو او پاليسۍ پر عملي کولو بحث وشو او نظرونه سره تبادله شول.»
طالبانو د دوشنبې په ورځ د بدخشان په شهدا ولسوالۍ کې په يوه بله پېښه کې د زيدالله، په نوم يو سيمه ایز قوماندان وژلی دی. که څه هم چې طالبانو ويلي دي چې دې کس له داعش سره اړيکي درلودلې، خو د افغانستان د پخواني پارلمان د بدخشان د خلکو استازی امان الله پيمان، وايي چې دې قوماندان نظامي فعاليت نه کاوه او د طالبانو ځواکونو یې پر کور بريد کړی او هغه یې وژلی دی.
د کوکنارو د کروندو ويجاړول که سیاسي اختلافات؟
د طالبانو د سيمه ایزو چارواکو د څرګندونو برخلاف، د بدخشان ولايت يو شمير سیاسي څېرې بيا وايي چې د دې ترنګلتياو دليل د طالبانو له سياست څخه د خلکو په تنګ راتلل دي.
د افغانستان په پخواني پارلمان کې د بدخشان د خلکو استازي امان الله پيمان، دویچه ویله ته وويل: «دا نوې پېښه نه ده. دوی [طالبان] کوکنار بهانه کوي خو هدف یې د بدخشان د خلکو ځپل دي، ځکه فکر کوي چې بدخشان به یې ښايي په راتلونکي کې د مخامخیدو نقطه وي.»
د بدخشان ولايت سياسي څېرې وايي چې والي او د طالبانو اکثريت سيمه ایز چارواکي «د سیمې اصلي اوسيدونکي» نه دي او د طالبانو بدخشاني غړي چې د دې ډلې په برياليتوب کې یې نقوش لرلی، په قدرت کې ونډه نه لري.
اړونده موضوع: بدخشان: په يوه چاودنه کې درې طالبان وژل سوي دي
پيمان وايي: «خلک په تنګ شوي دي. د امارت په کړيو کې قومي او ژبنیز مسايل په شدت سره جريان لري، د نورو قومونو د ژبو او کلتورونو د ځپلو له پاره ډېر په شدت سره کار کوي او دا څه به د يوه اعتراض په څپه باندې بدل شي.»
د بدخشان ولایت د کلتوري برخې له فعالانو څخه یې يوه حفيظ الله مصداق، چې په آلمان کې ژوند کوي، دويچه ویله ته وويل چې د طالبانو او خلکو ترمنځ ژبنیز او کلتوري تفاوتونه د دې ترينګلتياو باعث شوي دي: «حتی پخپله د طالبانو غړي شکایت لري چې والي د سيمې د خلکو په ژبه نه پوهيږي او دا ستونزه رامنځته کوي.»
طالبانو واک ته تر رسېدو دمخه په بدخشان کې يو شمیر ساحې په خپل کنترول کې لرلې او دا ولایت ډېر سيمه ایز طالبان لري.
د پخواني پارلمان غړې فوزيه کوفي، د ايکس په شبکه کې ليکلي: «په اوس وخت کې ځمکه، اقليم، څړځایونه، معادن او حتی د بدخشان د خلکو ساه اخيستل د غير بدخشاني واکمنانو له لوري اداره، کنترول او د استفادې وړ ګرځي.»
د کوکنارو کښت ولې يوازې په بدخشان کې جنجالي دی؟
پیمان، ادعا کوي چې کوکنار يوازې په بدخشان کې نه دي کرل شوي، بلکې د کندهار په ګډون په شمیر نورو سيمو کې هم کرل شوي دي، خو طالبان یې له وجې يوازې «په بدخشان کې خلک ځوروي.»
که څه هم چې مشخصه نه ده په روان کال کې د افغانستان په کومو ولایتونو کې کوکنار کرل شوي دي، خو ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴م کال په نوامبر میاشت کې پخپل يوه رپوټ کې ويلي ول چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت يو ځل بیا ۱۹ سلنه ډېر شوی دی.
اړونده موضوع: په بدخشان کې د لاریونونو لاملونه؛ د کوکنارو کښت که قومي حساسیتونه؟
په روان کال کې له نورو ولايتونو څخه د کوکنارو د اړولو په تړاو د احتجاجونو رپوټونه نه دي ورکړل شوي.
د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخندزاده، په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د يوه فرمان پر اساس د کوکنارو کښت او د مخدره موادو قاچاق منع کړل.
بې وزلي او د بديل کښت نه شتون
په بدخشان ولایت کې دا احتجاجونه په داسې حال کې کيږي چې ملګري ملتونه تل د مرستو له کمیدو او په افغانستان کې د بې وزلۍ له شديدو څخه خبرداری ورکوي.
د ملګرو ملتونو سازمان ټينګار کوي چې په افغانستان کې د کوکنارو په منع کولو سره باید د بزګرانو ملاتړ وشي او هغوی ته باید بديل کښت ورکړل شي.
پیمان، همدا راز وويل چې د دې اعتراضونو يو دليل شديده بې وزلي هم ده: «د بدخشان په خلکو کې بې وزلي خپل اوج ته رسېدلې ده او کله چې خلک د طالبانو له امارت څخه د مرستې غوښتنه کوي، هغوی ورته وایي چې خدای روزی رسان دی.»
په بدخشان کې د طالبانو له لوري د کوکنارو د کروندو د ويجاړولو په مقابل کې د خلکو اعتراضات مخينه لري. په ۲۰۲۴م کال کې د يوه کس د وژل کيدو او د خلکو کورونو ته د طالبانو د داخليدو په غبرګون کې هم خلکو په اعتراض لاس پوری کړی وو.