د سولې خبرو له پرمختګ سره تاوتریخوالي زور اخيستی
۱۳۹۹ اسفند ۲۶, سهشنبهافغان چارواکو د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د مارچ میاشتې ۱۶مه) ويلي دي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په مختلفو ولایتونو کې د جلا پیښو په پایله کې ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۵ تنه نور ټپیان شوي دي.
د بغلان د ولایتي چارواکو په خبره نن د سه شنبې په سهار د پلخمري او بغلان ښار ترمنځ د پوهنتون د محصلینو او ښوونکو د انتقال پر موټر برید شوی چې د موټر چلوونکي په گډون یو محصل پکې وژل شوی او د پوهنتون شپږ استادان پکې ټپیان شوي دي. ځايي چارواکو د برید مسؤلیت پر طالبانو اچولی، خو طالبانو په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.
په هرات کې بیا د پاشدان په نامه د اوبو بند پر امنیتي سرتیرو وسله وال برید شوی دی. چارواکو ویلي دي چې وسله والو کسانو د پاشدان بند پر یوه امنیتي پوسته برید کړی دی چې په پایله کې یې د امنیتي ځواکونو درې غړي وژل شوي دي.
د چارواکو په خبره، په هرات کې پر یوه ملکي کور باندې د هاوان د یوې مرمۍ د لګیدو په پایله کې یو کوچنی ماشوم وژل شوی او یوه بله کوچنۍ نجلۍ ټپي شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د دوشنبې په ورځ په کابل کې د حکومتي کارمندانو د انتقال پر یوه موټر هم برید شوی چې په پایله کې یې څلور کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي. د چارواکو په خبره، په دغه پیښه کې یوه میندواره میرمن او یو ۳ کلن ماشوم هم وژل شوي دي.
په بادغیس کې بیا امنیتي چارواکو ویلي دي چې د پولیسو یو پخوانی افسر د نامعلومو کسانو له لوري په ډزو وژل شوی دی. په زابل کې بیا د دوشنبې په ورځ د ښاروالۍ د یوه کارمند پر موټر چسپکي ماین چاودنه کړې چې په پایله کې یې دغه کس وژل شوی دی او دوه نور ملکيان ټپیان شوي دي.
د معلوماتو له مخې، په هلمند، فاریاب او غزني ولایتونو کې هم د افغان امنیتي ځواکونو پر امنیتي پوستو وسله والو بریدونه شوي چې په پایله کې یې ۹ سرتیري وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.