وینس: پاکستان دې د کشمیر حملې په تړاو له هند سره همکاري وکړي
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۲, جمعهد امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ مرستیال، تمه ښوولي چې اسلام آباد دې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د وروستۍ حملې په تړاو په پاکستان کې د میشتو اورپکو په نیولو کې له نوي ډيلي سره همکاري وکړي.
جې دي وینس د پنجشنبې په ورځ له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل: «زموږ تمه دا ده چې د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې تروریستي حملې ته د هندوستان ځواب د یوې سیمه ایزې سرحدي شخړې سبب واقع نشي.»
ورته نور ولولئ: وینس د څلور ورځني سفر په موخه نوي ډيلي ته رسېدلی
وینس زیاته کړه: «او موږ له پاکستانه په ډاګیزه توګه دا هیله لرو، تر کوم ځایه چې دوی مسئولیت لري، له هند سره همکاري وکړي تر څو اطمینان حاصل شي چې هغه تروریستان چې ځيني وخت د هغوی په خاوره کې فعالیت کوي، تعقیب او سزا ورکړل شي.»
مشکوکو وسله والو د اپریل میاشتې پر ۲۲مه د هندي کشمیر په سیاحتي علاقه پهلګام کې پر سیلانیانو ډزې وکړي چې پکې ۲۶ کسان ووژل شول. تر دغې حملې وروسته د هند او پاکستان تر منځ روابط چې له پخوا هم دومره ښه نه ول لاپسې ترینګلي شول او دواړو لورو یو د بل پر ضد یو لړ اقدامات هم اعلان کړل. د وینس خبري د دغي مسئلې په تړاو د امریکا د حکومت تر ټولو نژدې څرګندونې دي.
ورته نور ولولئ: په کشمير کي پر سيلانيانو بريد، هند د پاکستان سفير احضار کړی
د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ په ګډون مطرح امریکايي مشرانو د پهلګام حمله غندلې او هغه ېې یوه «تروریستي» او «بې وجدانه» کړنه بللې ده. دوی له هندوستانه ملاتړ ښودلی، پرته له دې چې پاکستان په دغه حمله کې په مستقیمه توګه ښکیل وګڼي.
هندوستان د چین د نفوذ پر وړاندې مبارزه کې د امریکا متحده ایالاتو یو مهم شریک دی. پاکستان که څه هم په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستانه د امریکايي قواو تر وتلو وروسته د امریکا له پاره د پخوا په څېر مهم نه دی، خو د هغه باوجود د واشنګټن له پاره د یو سیمه یز متحد په توګه پاته دی.
ورته نور ولولئ: د هند او پاکستان پوځي پياوړتيا ته يوه کتنه
دا په دې معنی ده چې امریکا متحده ایالات غواړي هم له نوي ډيلي او هم له اسلام آباد سره خپلې اړېکې وساتي.
واشنګټن په وروستیو ورځو کې له دغو دواړو هېوادونو وغوښتل چې د شورش زیاتېدو د مخنیوي او یوې «مسئولانه حل لارې» ته د رسېدلو په خاطر دې له یو بل سره په ګډه کار وکړي.
ورته نور ولولئ: «هندي او پاکستاني ځواکونو په سرحد کې يو پر بل ډزې کړي»
نوی ډیلی پر پاکستان تور لګوي چې د کشمیر حمله ېې کړې، خو اسلام اباد بیا دغه ادعاوې ردوي او د ېوې عادلانه څېړنې غوښتنه کوي. هند او پاکستان دواړه د اټومي ځواک لرونکي ګاونډي هېوادونه دي.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې دواړو هېوادونو سره په مختلفو کچو کې په اړيکه کې دی. په دې لړ کې خارجه وزیر مارکو روبیو، د چهارشنبې په ورځ د هندوستان له خارجه وزیر، سبرامونیم جی شنکر، او د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف، سره پر ټيلفون خبرې وکړې.
شنکر، روبیو ته ویلي دي چې د حملې عاملان باید عدالت ته وسپارل شي، دا په داسې حال کې ده چې د هندوستان عوامپاله صدراعظم، نریندرا مودي ژمنه کړې چې دی به هغو ته چې د پهلګام حملې تر شا ېې لاسونه دي، سزا ورکړي.
له آرشیف څخه: