وینس: په اروپا کې د بیان ازادي «د پر شا تګ» په حال کي ده
۱۴۰۳ بهمن ۲۶, جمعهدامریکا متحده ایالاتو د ولسمشردونالد ترمپ مرستیال جي دي وینس د مونشن په امنيتي کنفرانس کي په خپلو خبرو کې وویل: «د اروپا په هکله چې زه کومه اندېښنه لرم هغه روسیه نه ده.»
هغه زیاته کړه: «دا چین نه دی او نه هم کوم بل بهرنی ممثل، زه چې د کوم څه په هکله اندېښنه لرم هغه داخلي ګواښ دی. د اروپا ګواښ، د هغې له ځينو د تر ټولو بنسټيزو ارزښتونو څخه.»
وینس وویل: «زه ډاریږم چې د بیان ازادي په بریتانیا او ټوله اروپا کې په ګواښ کې ده.»
ورته نور ولولئ: زیلنسکي: امکان لري په روان کال کي جگړه ختمه سي
هغه په مونشن امنيتي کنفرانس کې د خپلې تهاجمي وینا پر مهال دا هم وویل چې په واشنګټن کې «نوی ارباب» ناست دی: «په ښار کي نوی ارباب ناست دی، د دونالد ترمپ په مشرتوب به موږ ښايي ستاسو له نظریو سره مخالف واوسو، خو موږ به ستاسو د حقونو د دفاع له پاره مبارزه کوو. موافق او که مخالف.»
د مونشن ۲۰۲۵ امنيتي کنفرانس نن جمعه د فبروري ۱۴ پيل شو چې د فبرورۍ تر ۱۶ به دوام وکړي.
ورته نور ولولئ: د ترمپ د پريکړو په سيوري کې د مونشن امنيتي کنفرانس