امریکا د ملګرو ملتونو پر ځانګړې راپور ورکوونکې بندیز لګولی
۱۴۰۴ تیر ۱۹, پنجشنبهامریکا متحده ایالاتو د چهارشنبې په ورځ (د جولای میاشتې ۹) اعلان وکړ چې د فلسطین په خاوره کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو پر ځانګړې راپور ورکوونکې فرانچسکا البانزه، بندیزونه وضع کوي. البانزه، په غزه کې د اسرائيل د جګړې یوه له سختو منتقدینو څخه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، په یوه اعلامیه کې ویلي: «نن د ملګرو ملتونو پر ځانګړې راپور ورکوونکې فرانچسکا البانزه، چې په خپلو غیر قانوني او شرموونکو هڅو سره یې د جزا نړیواله محکمه د امریکا او اسرائیل د چارواکو او شرکتونو پر وړاندې اقدام کولو ته اړ کړه، بندیزونه لګوو.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه اجرایوي فرمان په استناد، چې د دغه هیواد ولسمشر دونالد ترمپ په فیبروري میاشت کې لاسلیک کړی، د جزا نړیوالې محکمې د کارمندانو پر وړاندې دغه بندیزونه توجیه کړي دي. د دې فرمان له مخې د هغو کسانو شتمنۍ کنګل کیږي چې بندیز پرې لګول شوی وي. همدارنګه دوی او دوی د کورنۍ غړو ته امریکا ته د داخلیدو اجازه نه ورکول کیږي.
روبیو لیکلي: «د امریکا او اسرائیل پر وړاندې د البانزه، د سیاسي او اقتصادي جګړې کمپاین به نور ونه زغمل شي. موږ تل د خپلو شریکانو او خپل ځان د دفاع کولو د حق له پاره د دوی تر څنګ دریږو.»
البانزه، د شنبې په ماښام بې له دې چې په مستقیم ډول د امریکا بندیزونو ته اشاره وکړي، په ایکس شبکه کې ولیکل: «په کلکه او پریکړنده توګه د عدالت ترڅنګ ولاړه یمه، لکه تل چې ولاړه وم.»
د رویټرز خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ، نوموړې، الجزیره شبکې ته په یوه لیکلي پيغام د امریکا دغه اقدام: «د مافیا په سبک د ډارولو میتود» بللی دی.
د بشري حقونو دغه وکیله، د ۲۰۲۲م کال د می میاشتې له لومړۍ نیټې څخه د یوې درې کلنې دورې له پاره د فلسطین په خاوره کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې راپور ورکوونکې وټاکل شوه.
هغې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو له شورا څخه وغوښتل چې د اسرائیل پر وړاندې دې د وسلو بندیز وضع کړي او له دغه هیواد سره دې مالي او سوداګریزې اړیکې پرې کړي.
البانزه، اسرائیل چې د امریکا اصلي متحد ګڼل کیږي، په غزه کې د «نسل وژنې کمپاین» په پر لاره اچونې تورن کړی دی. امریکا او اسرائیل دغه تورنه په کلکه سره ردوي.
له البانزه څخه د بشري حقونو د بنسټونو ملاتړ
په همدې منځ کې د بشري حقونو یو شمیر کارپوهانو د البانزه، پر وړاندې د امریکا بندیزونه غندلي دي. په دولتي چارو کې د «نړیوال سیاست مرکز» مرستیال دیلان ویلیارمز، دغه اقدام د «یوه سرکښ حکومت چلند» بللی دی. د بخښنې نړیوال سازمان ویلي دي چې د راپور ورکوونکو ملاتړ باید وشي، نه دا چې بندیز پرې ولګول شي.
سپینې ماڼۍ ته یو ځل بیا د دونالد ترمپ له را ستنیدو راهیسې متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو شورا سره خپله همکاري درولې ده. دغه هیواد همدارنګه فلسطينیانو ته د ملګرو ملتونو سازمان له مرسته رسوونکي ادارې (اونروا) سره د مالي مرستو ځنډول وغځول او له یونیسکو سره یې پر همکارۍ له سره غور کولو امر ورکړ.
د ترمپ حکومت په دې وروستیو کې د جزا نړیوالې محکمې له خوا د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د نیولو او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د جنګي جنایتونو د تورونو د بررسۍ حکم صادرولو په غبرګون کې د دغې محکمې د څلورو قاضیانو پر وړاندې بندیزونه وضع کړل.