د چین او امریکا د سوداګریزو اختلافاتو په حل کې پرمختګ شوی
۱۴۰۴ اردیبهشت ۲۲, دوشنبهد چین او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ په سویس کې د سوداګریزې جګړې پای ته رسولو په برخه کې مذاکرات د یکشنبې په ورځ پای ته ورسیدلې. واشنګټن او پيکنګ بې له دې چې جزویات ورکړي د تجارتي موازنې په هکله د «مهمې موافقې» خبره کړې ده.
د امريکا د مالیې وزیر سکاټ بنسټ، په دې منځ کې ويلي دي چې چين او امريکا توافق کړی دی چې د راتلونکو ۹۰ ورځو له پاره به پر يو بل متقابلې تعرفې د پام وړ راکمې کړي.
نوموړي خبريالانو ته وويل: «موږ [د تعرفو په اړه] پر يوې ۹۰ ورځنې وقفې باندې توافق کړی دی.» بنسټ، زياته کړې: «موږ دواړه [هېوادونه] له متوازن تجارت سره علاقه لرو، امريکا متحده ايالات به دې لوري ته حرکت ته ادامه ورکړي.»
تر دې مخه په سوداګریزو چارو کې د متحده ایالاتو ځانګړي استازي جمیسون ګریر، ويلي ول چې د چین او امریکا په سوداګریزو مناسباتو کې د کسر د لیري کولو په برخه کې توافق ترلاسه شوی دی.
نوموړي د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بسنټ سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د دې موافقې اړوند جزویات به د نن دوشنبه (د می میاشتې ۱۲ نیټه) ورځې په جریان کې اعلان شي.
د چین د لومړي وزیر مرستیال هه لیفنګ، هم د دې موضوع په تاییدولو سره خبریالانو ته وویل چې د دواړو هیوادونو د پلاو ترمنځ خبرو اترو کې د پام وړ پرمختګ ترلاسه شوی دی او نن دوشنبه به په دې اړه ګډه اعلامیه خپره شي.
د چین د لومړي وزیر مرستیال او همدارنګه د تجارت په نړیوال سازمان کې د دغه هیواد د استازي لي چنګ ګانګ، د څرګندونو له مخې، واشنګټن او پيکنګ موافقې ته رسیدلي دي چې د « سوداګریزو مسایلو اړوند منظم او نامنظم ارتباطاتو» د تمرکز له پاره یو نوی جوړښت او میکانیزم رامنځته کړي.
سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دواړو خواو ترمنځ د رغنده او مثبتو مذاکراتو اړوند د جمیسون ګریر، او سکات بسنټ، خبرو ته اشاره کړې ده.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ په ژنیف کې له چین سره د ګمرکي تعرفو پر سر خبرې اترې یو « بشپړ نوی پیل» وباله او په «تروث سوشل» ټولنیزه شبکه کې یې ولیکل چې په مذاکراتو کې ډیر موضوعات مطرح شول چې پر اکثرو یې توافق شوی دی.
نوموړي په تیرو میاشتو کې د چین پر یو شمیر توکو په مختلفو پړاونو کې ۱۴۵ سلنه تعرفې زیاتې کړې، په داسې حال کې چې له چین څخه پر یو شمیر وارداتي توکو ګمرکي تعرفې ۲۴۵ سلنې ته ورسیدل.
چین هم ځوابي اقدام وکړ او له متحده ایالاتو څخه پر وارداتي توکو یې تعرفې ۱۲۵ سلنه زیاتې کړې.
په سویس کې د چین او امریکا د لوړپوړو چارواکو خبرې اترې په ګمرکي تعرفو کې د پام وړ زیاتوالي وروسته راهیسې د دواړو هیوادونو ترمنځ لومړني مذاکرات ګڼل کیږي.
د نړۍ د دغو دوو سترو اقتصادونو ترمنځ لوړو تعرفو پر نړیوالې سوداګرګۍ دوامداره اغیزې پريښې او د نړیوال اقتصاد د ودې له پاره ګواښ ګڼل کیږي.