له امريکا څخه ګوانتنامو او هندوستان ته د کډوالو اخراج
۱۴۰۳ بهمن ۱۷, چهارشنبهسپينې ماڼۍ د سې شنبې په ورځ تائيد کړې ده چې له امريکا څخه ګوانتنامو ته د کډوالو د اخراج لومړي پروازونه «پېل» شوي دي.
يوې امنيتي سرچينې د رويترز خبري آژانس ته وويل چې په لومړي پرواز کې يو شمير کډوال سپاره ول. زياته شوې چې دا له هغو ۵۰۰۰ کسانو څخه يې لومړي دي چې امريکايي چارواکو په تکساس او کاليفورنيا کې ساتلي دي او د خپلو معلوماتو په حواله یې غواړي اخراج کړي.
اړونده موضوع: د ترمپ ویانده: بې اسناده مهاجر "مجرم" دي
ګوانتنامو، پيرو، هندوراس او هندوستان ته د کډوالو د اخراجولو په موخه له پوځي الوتکو څخه استفاده کيږي. ترمپ په همدې حال کې د کورني امنيت وزارت ته لارښوونه کړې ده چې د ګوانتنامو توقيف ځای پراخ کړي څو هلته تر ۳۰ زرو ډېرو بالقوه کډوالو ساتنې ته زمینه برابره شي.
د کورني امنيت وزيرې کرستي نويم، ټینګار کړی دی چې په ګوانتنامو کې به خلک تر نامعلومې مودې ونه ساتل شي او دا چې د متحده ايالاتو قوانين به مراعت شي.
هند ته د کډوالو اخراج
په دې منځ کې يوې پوځې الوتکې ۱۰۴ هندي کډوال د هند شمالي ښار امرتسر ته انتقال کړي دي. دا خبر د هوايي ډګر چارواکو ورکړی دی.
د هغو مهاجرو پر وړاندې چې په امريکا کې د اوسيدو قانوني اسناد نه لري، د ترمپ، د سختو قوانينو د پلي کولو په لړ کې دا د کډوالو لومړۍ جوپه ده چې هند ته رسېدلې ده.
اړونده موضوع: رپوټ: د ترمپ ادارې، امریکا ته د ۱۶۰۰ افغان مهاجرو پروازونه لغوه کړل
د هند د بهرنيو چارو وزارت له خوا ويل شوي دي چې دغه هېواد د هغو هندي اتباعو چې د امريکا په ګډون په نورو هېوادونو کې په غير قانوني توګه ژوند کوي، منلو ته پرانيستی دی.
دا هندي کډوال په داسې حال کې هند ته اخراج شوي چې د دغه هېواد لومړی وزير نريندر مودي، به په راتلونکې اونۍ کې امریکا ته رسمي سفر وکړي.
ګوانتنامو بي څرنګه ځای دی؟
ګوانتنامو بي په کیوبا کې د متحده ايالاتو يوه سمندري پوځي اډه ده او د هغه نوم بدي زندان له امله شهرت لري چې په افغانستان، عراق او د نړۍ په نورو سيمو کې د په اصطلاح «ترهګرۍ پر ضد جګړې» په ترڅ کې د بهرنيو شکمنو وسله والو د توقيف له پاره په ۲۰۰۲م کال کې جوړ شوی وو.
خو په ګوانتنامو کې د مهاجرو يوه بله سرپناه هم شته چې له لسیزو راهېسې د هغو کسانو د ساتنې له پاره کارول کيږي چې په هايتي او کیوبا کې د بحرانونو له کبله تښتي او په سمندر کې نيول کيږي.
اړونده موضوع: م.م: امریکا دې د ګوانتنامو له زندانیانو بښنه وغواړي
د امريکا متحده ایالاتو د دفاع وزير پيټ هيګسيت، وويل چې ګوانتنامو د کډوالو له پاره «مناسب ځای» دی.
خو د بخښنې نړيوال سازمان د امريکا د څانګې د مهاجرو او کډوالو د حقونو د پروګرام مشرې ایمې فېشر، د ګوانتنامو څخه استفاده او هلته د مهاجرو میشتول «ژور بې رحمه» ګام بللی دی.
نوموړې وويل: «دا به د خلکو او د هغوی د وکيلانو او همدا شان له کورنيو او د مرستې له سیسټمونو سره تماس پرې کړي او هغوی به يوې تورې کندې ته واچوي او د امريکا حکومت به وکولی شي چې په پټه د هغوی د بشري حقونو تر پښو لاندې کولو ته دوام ورکړي.»