د کلورادو ایالت پر سوپر مارکیت برید کې ۱۰ تنه وژل شوي
۱۴۰۰ فروردین ۳, سهشنبهد بولدر ښار د پولیسو مشر ماریس هرولد، له بریدګر سره د ډزو په تبادله کې د یوه پولیس د وژل کیدو خبر تايید کړی دی.
د «کینګ» سوپر مارکیټونو په یوه څانګه کې د ډزو تر پیلیدو وروسته پولیس لاس په کار شول او برید کوونکی یې ونیو. پيښه د سیمه ایز وخت مطابق د دوشنبې ورځې (د مارچ میاشتې ۲۲ نیټه) تر غرمې وروسته رامنځته شوې وه.
ویل کیږي چې برید کوونکی په پښه کې ټپي شوی دی. د بولدر ښار پولیسو د دې برید په هکله ډیر معلومات نه دي ورکړي.
د سپينې ماڼۍ ویاندې جن ساکي، د یوه تویتر پوست په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر ته پيښې په اړه خبر معلومات ورکړل شوي دي. د کلورادو ایالت د پولیسو مشر جرد دغه برید یو «بې معنی ناورین» بللی دی.
امریکا تیره اونۍ هم د ورته یوه برید شاهده وه. یوه کس د مساج په سالون کې ډزې وکړې او ۸ کسان یې ووژل. د دې برید د قربانیانو له ډلې څخه ۶ یې آسیایې الاصله ښځې وې.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز